د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

چارواکي: زابل کې ۵ وسله‌وال وژل شوي، کندهار کې یې حمله پر شا تمبېدلې


د زابل چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په شملزو ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو پېښو کې پنځه وسله‎وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په عین وخت کې د کندهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه‌يې د کندهار پر دوه ولسوالیو تخته پول او خاکرېز د وسله‎والو بريدونه پر شا تمبولي دي.

  • زابل

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د طالبانو او د ملي اردو د ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۳ وسله‎وال وژل شوي او ۲ تنه‌يې ټپيان دي.

سيال په دغې جګړه کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‎دي ویلي.

سيال دغه‌راز وويل، په همدې شپه په ياده ولسوالۍ کې ۲ وسله‎والو غوښتل چې ماين ځای پر ځای کړي چې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دی وايي:

"درې وسله‎وال د ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي، دوه نور ټپیان دي همدارنګه د کشفي راپورونو پر اساس دوه وسله‎وال چې پر لویه لار یې ماینونه ایښودل په خپل ماین وژل شوي دي."

  • کندهار

په عین وخت کې د کندهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه‌يې د کندهار پر دوه ولسوالیو تخته پول او خاکرېز د وسله‎والو بريدونه پر شا تمبولي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضيا دُرانی وایي، وسله‎والو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ د طلايي شهرک په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او ورته مرګ ژوبله واوښته.

دُرانی وایي، د تخته پل ولسوالۍ په مليد سيمه کې هم وسله‎والو د افغان ځواکونو سره نښته کړې چې له امله‌يې وسله‎والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضيا دُرانی
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضيا دُرانی

دُراني وویل، د وسله‎والو د دې دوه لويو بريدونو پر تمبولو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې، خو هغه وسله‎والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه څه ونه‌ویل.

وسله‎والو تر اوسه د دې بريدونو په تړاو تبصره نه‎ده کړې، خو د دې ډلې يوه ویاند قاري محمد يوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د کندهار پر هوایي ډګر یې توغنديز بريد کړی او امنیتي ځواکونو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې.

چارواکو د طالبانو دا ادعا تر اوسه نه‎ده تائید کړې.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG