د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

چارواکي: د کندهار ارغستان او د زابل شملزو کې ۷ سرحدي پولیس وژل شوي


چارواکي وايي، تېره شپه د کندهار په ارغستان او د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو د وسله‎والو طالبانو په حمله کې ۷ سرحدي پولیس او ۳۰ وسله‎وال وژل شوي، لس پولیس او ۳۰ وسله‎وال ټپیان دي.

د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی وايي، تېره شپه وسله‎والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ په وام دره کې د سرحدي پولیسو پر پوستو حملې کړې.

د دُراني په وینا په دغه بریدونو کې چې تر سهار يې دوام درلود ۳ سرحدي پولیس او شل وسله‎وال طالبان وژل شوي ۵ سرحدي پولیس او ۱۵ وسله‎وال ټپیان شوي دي.

د دُراني په خبره په وژل شوېو کې د غیرت په نوم د وسله‎والو طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی
د کندهار د امینې قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی

دی وايي:

"دا بریدونه چې تر سهار پنځو بجو يې دوام کړی، د غیرت په شمول شل وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي زموږ ۳ سرحدي پولیس شهیدان شوي او ۵ سرحدي پولیس ټپيان دي چې اوس تر درملنې لاندې دي."

دُرانی وايي، هم‎مهاله وسله‎والو د زابل په شلمزو کې هم د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

د دُراني په خبره دغه بریدونو کې چې تر سهاره يې دوام کړی لس وسله‎وال طالبان او څلور پولیس وژل شوي ۱۵ وسله‎وال طالبان او ۵ پولیس ټپیان شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د کندهار پر شمالي ولسوالیو په وروستیو دوو میاشتو کې د وسله‎والو طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

د ارغستان ریګستان، نېښ،میانشین، شاولي کوټ او خاکریز ولسوالیو پر امنیتي پوستو وسله‎وال نېږدې هره شپه حملې کوي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس وسله‎والو طالبانو په خاکریز شاولي کوټ ارغستان او ریګستان ولسوالیو کې زیات شمېر پوستې سقوط کړي او د ولسوالیو مرکزونو ته نېږدې شوي دي.

امنیتي چارواکي هم په دغه سیمو کې د طالبانو پرمختګ مني او وايي چې ډېر ژر به د نیول شوېو سیمو څخه وسله‎وال پر شاه کړي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG