د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ناټو وايي د کابل قره باغ کې يې یو سرتیری په انتحاري حمله کې وژل شوی


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې د ناټو یو عسکر د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ځان وژونکي برید له امله وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه یاد شوی او هغوی د درملنې لپاره د بګرام هوایي ډګر ته انتقال شوې دي.

د قره باغ ولسوالی عبدالسمیع شریفي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یوه تن چې د ښځو جامې یې په تن وې ځان مرګی برید وکړ.

د ښاغلي شریفي په وینا په دې حمله کې دوه ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوې دي.

XS
SM
MD
LG