د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

بختیار: په تېرو۴ میاشتو کې د مخدره موادو ۸۷۴ لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې مرستیال وايي، په هېواد کې د نیول شویو ټولو زندانیانو ۲۳ فیصده د مخدره موادو قاچاقبران تشکیلوي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې مرستیال وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې د مخدره موادو لوی، متوسط او واړه شا اوخوا ۸۷۰ قاچاقبران نیولي دي.

عبدالجلیل بختیار د چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره د روان لمریز کال د لومړۍ ربع د لاس ته راړونو د شریکولو پرمهال وویل چې نېږدې درې میلیونه افغانان په دې کاروبار مصروف دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغو ارقامو مطابق چي موږ یې لرو، تقریباً درې میلیونه کسان په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت، قاچاق او ترافیک مصروف دي، کله چې موږ درې میلیونه وایو دا هغه کسان دي چې ټول په افغانستان کې ژوند کوي او حضور لري."

ښاغلي بختیار زیاته کړه ترهغې چې څارنوالي او په دې برخه کې ځانګړې قضايي بخش اسناد او شواهد تکمیل نه کړي پولیس نه شي کولای د هغه طرزالعمل له مخې چې لري یې اجرات وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې مرستیال وايي چې شااو خوا درې اعشاریه پنځه میلیونه افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په مخدره موادو روږدې او متاثر دي.

عبدالجلیل بخیتار له خبریالانو سره د تېرو څلورو میاشتو د لاس راوړنو د شریکولو پرمهال وویل چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په همدې موده کې ۷۶۴ علمیات کړي چې ۸۷۴ قاچاقبران یې نیولي.

ښاغلی بخیتیار زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې۱۴۰ لوي قاچاقبران ، ۱۴ یې ښځې، پنځه پاکستاني، درې ایراني او ۲۱ د عامه خدمتونو افغان کارونکي شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ د مخدره موادو فابریکې ویجارې شوې۱۱۶ ټنه مخدره مواد چې په کې تریاک، هیروین، چرس او بېلابېل نشته مواد شامل دي له منځه وړل شوي.

دی وايي د لمنځه وړل شویو مخدره موادو ټوله بیه په افغانستان کې ۲۹۲ میلیونه ډالر او په نړیوالو بازارونو کې بیه شااو خوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون له دغو لاس ته راوړنو هرکلی کوي او د پام وړیې بولي.

د دغه کمېسیون غړی چمن شاه اعتمادي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مخدره موادو په قاچاقبرانو باندې د قانون پر تطبیق ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې موږ وتوانېږو ټول نه بلکې د مخدره موادو د ستونزې یوه برخه حل کړو، په ټولو هغو کسانو چې د مخدره مواو په کښت، تولید او قاچاق کې په یونه یو ډول لاس لري قانون باید ورباندې یو ډول پلی شي."

د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي چې حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې دمخدره موادو لوی قاچاقبران ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخدره موادو د لویو قاچاقبرانو نیول کېدل سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیالري چې د دوی په وینا تراوسه د سیمې هېوادونو اونړیوالې ټولنې په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG