د زیاتو الکهولو له امله د مسموم کېدو او مړه کېدو پېښو په ایران کې په لویه اندازه د جعلي او بېکیفیته شراب څښلو موضوع رسوا کړې ده.
په ایران کې د ۱۹۷۹ میلادي کال له اسلامي انقلاب راپه دېخوا د شرابو پر څښلو بندیز لګېدلی، خو دا اقدامات د شرابو له څښلو څخه د ایرانیانو په منع کولو کې پاتې راغلي دي.
د ایران رسنیو ویلي، د جعلي او بېکیفیته شرابو د څښلو له امله د مسموم او مړه کېدو تازه پېښه په جنوبي ولایت کرمان کې شوې چېرته چې ۹۲ کسان مسموم او څلور مړه شوي دي.
د کرمان ولایت یوه قضايي چارواکي یاد الله موحد اېسنا خبري اژانس ته ویلي، دوی د هغو کسانو پلټنه کوي چې دا شرابيې وېشلي او یا پلورلي دي.
نوموړي ویلي په دې پېښه کې ۴۰ کسان روغتون ته وړل شوي چې د درېیو روغتیايي حالت نازک دی.
د ایران د قوانینو له مخې د شراب څښل او پلورل جرم دی چې د تکرارېدو په صورت کې يې عامل د مرګ په سزا هم محکومېدی شي.
خو بیا هم یو زیات شمېر ایرانیان شراب څښي، دوی یا له بهره وارد شوي شراب اخلي او یا په کور دننه له ممیزو څخه جوړ شراب چې د «عرق ساجي» په نوميې یادوي، څښي.
په ایران کې پر مسیحیانو د شراب څښلو بندیز نهشته او هغوی کولای شي د شخصي استعمال لپارهيې ترلاسه او یا جوړ کړي.
په ایران کې له کلونو راهیسې د کورني ساخت شرابو د څښلو له امله د خلکو د مړه کېدو لړۍ دوام لري.
په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ایران په رفسنجان کې کورني ساخت بېکیفیته شرابو ۷ کسان مړه او لسګونه نور روغتون ته ورسول.
ایراني چارواکي وايي، د شرابو پر څښلو له بندیز سره سره په دې هېواد کې د الکهولو د کاروونکو شمېر د توقع خلاف زیات دی.
ایران په ۲۰۱۴ کال کې په تهران کې د الکهولو د معتادینو د درملنې د مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړ، خو اوس ایراني مقامات وايي چې په ټول هېواد کې د ۱۵۰ داسې مرکزونو د جوړولو پلان لري.
مهر خبري اژانس د ایران د پولیسو د مشر اسمعیل احمدي په حواله وايي، د ۲۰۱۳ میلادي کال شمېرې ښيي چې په ایران کې شااوخوا دوه لکه کسان په الکهولو معتاد دي او د ۲۰۱۵ میلادي کال د معلوماتو پر بنسټ په ایران کې هر کال ۴۲۰ میلیونه لیتره شراب او نور الکهولي مشروبات استعمالېږي.