د پاکستان د سند صوبې صوبايي سترې محکمې په دغه صوبه کې د ټولو شرابخانو د بندولو او د شرابو پر خرڅلاو بندیز لګولی دی.
د پاکستان د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې دغه محکمې دا پریکړه د پنجشنبې په ورځ د مسلمانانو مېشت ځایونو او ښوونځيو سره نېږدې د شرابخانوپه اړه د یوې مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې ده.
د اورېدنې پر مهال د یوه حکومتي چارواکي لهخوا په وړاندې کړی شوي راپور کې ويل شوي چې د محکمې په امر۱۶۰ شرابخانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د مثبت ځواب نه ورکولو په صورت کې ښايي دغه شرابخانو ته ورکړل شوي حکومتي لاېسنسونه لغوه شي.
پاکستان کې د یو قانون له مخې لږهکيو ته په مذهبي دستورو کې د شراب خرڅولو اجازت موجود دی چې له امله یې د سند صوبې د مرکز کراچۍ په ګډون دې صوبې په نورو ښآرونو کې د شرابو ګڼ شمېر لاېسنس لرونکي پلورنځي موجود دي.
د سند صوبې صوبايي سترې محکمې د دغه اورېدنې پر مهال چې عیسايي، هندوانو او سکهانو لږهکیو ګڼ شمېر کسان پهکې موجود وو، نیوکه کړې چې په دې صوبه کې د لږهکیو لپاره د شرابخانو جوړولو لاېسنسونو کې فساد شوی چې له امله يې د دغو لاېسنسونو لغوه کولو او تر څېړنو وروسته د بېرته نوي کولو امر ورکړی دی.
د سند صوبايي محکمې په داسې حال کې په دې صوبه کې د شرابو د پلورنځیو د تړلو امر ورکړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند په کراچۍ کې د شرابو پلورنځیو د تړلو لپاره یو کمپاین پیل کړی او د ښار په یو شمېر برخو کې یې بنرونه ځړولي دي.
د رسنیو د راپورنو له مخې د سند پولیسو د محکمې تر امر وروسته د سند صوبې په ټنډو محمد خان، مټیاري، عمرکوټ، جام شورو، حیدراباد او نورو ښارونو کې د شرابو پلورنځایونه تړلي او د یادې صوبې په نورو سیمو کې یې د پولیسو ځايي مشرانو ته د محکمې د امر پرځای کولو لارښوونه کړې.
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ او نورو سیمو کې هر کال د بې کیفیته شرابو د څښلو له امله لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا لړۍ لا دوام لري.
د راپورونو له مخې، په سند صوبه کې دېره مذهبي لږهکیو د محکمې د پریکړې هرکلی کړی او په دې لړ کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
راپور: ذبیح مومند