د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتیژي، لکه زاړه شراب په نوي بوتل کې


د افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتیژي په ساده ژبه داسې ده لکه زاړه شراب په نوي بوتل کې، نېشنل انټرسټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې د افغانستان امنیتي وضعیت او د دې هېواد لپاره د امریکا نوې جوړیدونکې ستراتیژي ته کتنه کړې ده.

د مقالې لیکوال مایکل کوګلمن په پیل کې په روان دوبي کې د مې د یودېرشمې نېټې د کابل د ټانکر بم چاودنې نه نیولې تر د څو نورو خونړیو حملو یادونه کړې او لیکي چې یوازې په ۲۳ ورځو کې لږترلږه ۲۲۹ تنه ووژل شول. خو له دغه خونړي وضعیت سره سره د ټرمپ اداره په پام کې لري چې څو زره نور سرتیري افغانستان ته ولیږي او د دې ترڅنګ هڅه کوي چې خپله ستراتیژي پراخه کړي.

کوګلمن لیکي:

افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پریکړې د خبرونو سرټکي جوړ کړي خو جوړیدونکې ستراتیژي له دې هم مهمه ده.

که متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې مخ په خرابیدونکی امنیتي وضعیت قابو کړي، دې ته اړتیا لري چې له ځواکونو پرته نور زیات څه ترسره کړي.

لیکوال افغانستان ته چې یو وخت په کې له سلو زرو زیات امریکایي سرتېري دېره و، د یوازې څو زرو نورو سرتېرو استول چې هغه به وکولای شي د دې هېواد په وضعیت کې د پام وړ بدلون را ولي د شک په سترګه ګوري خو له یو لړڅرګندونو وروسته یوه مهم ټکې ته اشاره کوي او لیکي:

که د امریکا پوځي ځواکونه د دې ښه چانس ولري چې طالبان د خبرو میز ته کښینوي نو دغه سخت دریځي باید له خوږ ګوتې ونیسي په دې معنی هغوی پرهغه ځای کې وځپي چې ډېر خوږیږي او دغه ځای هم پاکستان دې چې مشران یې پکې پټ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي موضوع ته پام اړولی او لیکي، ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې اوږده جګړه د ملکي تلفاتو ریکارډونه ټینګوي او زیاتوي ښایي په راتلونکو میاشتو کې شخړې له دې هم پراخې شي خو په دې نژدې وخت کې د سولې د خبرو هیله نشته.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې دوه زیات شوی او ویل شوي چې که څه هم کابل کې د وروستیو خونړیوچاودونو له امله ډېر ملکي وګړي وژل شوي خو په ولایتونو کې تراوسه د ولسي وګړو مخ په زیاتیدونکي مرګ ژوبله دوام لري.

د ملکي تلفاتو زیاتوالی په پنځلسو ولایتونو کې ثبت شوی دی.

نیویارک ټایمز ليکي:

د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما په خپاره شوي رپوټ کې یوبل مهم ټکی دا دی چې په دې موده کې ښځو ته د تلفاتو په شمېر کې په سلو کې ۲۳ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ویلي د دغې کرغیړني جګړې بیه انسانان پرې کوي، انسان وژنه، وراني او د کړاونو دوام له اندازې زیات دی.

نوموړی په تیره بیا د دولت له وسله والو مخالفینو په کلکه غواړي چې له یوې مخې وژنې او له اندازې زیات له چاودیدونکو موادو کار اخېستل سمدستي پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG