د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ټرمپ: که ایران امریکايي اتباع خوشې نه کړي له جدي عواقبو سره به مخ شي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پر ایران غږ کړی چې هغه امریکايي وګړي چې په غیر عادلانه ډول هلته نیول شوي، خوشي کړي.

ټرمپ ویلي، که دا امریکائیان خوشي او خپل هېواد ته ستانه نه شي، ایران به د خپل دې کار له نوو او جدي عواقبو سره مخامخ شي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ولسمشر ټرمپ پر ایران غږ کړی چې د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې «اف.بي.اي» پخوانی اېجنټ، «رابرت لیونسن» چې تقریباً لس کاله مخکې په ایران کې لادرکه شوی، ایراني الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي او د هغه پلار باقر او نور هغه امریکائیان چې په غیر عادلانه ډول په ایران کې نیول شوي، خوشې کړي.

رابرت لیونسن
رابرت لیونسن

«رابرت لیونسن» په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ایران کیش ټاپو ته تر سفر وروسته لا درکه شو.

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د داسې معلوماتو په بدل کې به چې پر اساس یې رابرت لیونسن په سلامتۍ ستون شي، پنځه میلیونه ډالر جایزه ورکړي.

تهران د رابرت لیونسن له لادرکۍ سره ارتباط رد کړی او ویلي یې دي چې په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

د ایران حکومت تېره اوونۍ د امریکا د پرنسټن پوهنتون څېړونکی شي وې وانګ چې د تاریخي څېړنې لپاره ایران ته تللی و، د جاسوسۍ په تور محاکمه کړ.

سپينې ماڼې دې مسئلې ته په اشاره ویلي چې له تقریباً څلورو لسیزو راهیسې، ایران له توقیفونو او برمته کولو د دولتي پالیسۍ د برخې په توګه کار اخلي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دا کار لا هم روان دی او د پرنسټن پوهنتون د څېړونکي، شي وې وانګ محاکمه او پر هغه د لس کلونو بند حکم یې وروستۍ بېلګه ده.

د سپینې ماڼۍ په وینا، ایرانی لوری په توقیف کې د هر امریکايي وګړي د سلامتۍ مسئول دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، که ایران ټول هغه امریکايي وګړي چې په غیر عادلانه ډول یې نیولي خوشي او ستانه نه کړي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تیار دی چې پر ایران د دې عمل نوي اوجدي اقدمات اعلان کړي.

ایران ته دا خبر داری په داسې حال کې ورکړل شوی چې سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا په نورو هېوادونو کې د توقیف شوو امریکائیانو د ازادۍ او د هغوی د بېرته ستنولو هڅې دوه برابره زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG