د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

امریکا د "روبین" زنداني کېدو په اړه اندېښمن دی


امریکا د ایران د هغه راپور په اړه اندېښنه ښودلې چې د یوه ایراني‌الاصله امریکایي غلام رضا شاهیني چې په روبین هم مشهور دی د ۱۸ کاله بند په اړه خپور شوی دی.

د ساندیاګو دغه ۴۶ کلن وګړی چې د ایران او امریکا دواړو تابعیت لري او اوس په روبین مشهور دی، وایي چې دی د روان کال د جولای پر ۱۱مه په ایران کې ونیول شو.

نوموړی د خپلې مور او د کورنۍ د نورو غړو لیدو لپاره ایران ته تللی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي ویلي، د هغو راپورونو له کبله خواشینی دی چې ګواکې روبین یا رضا شاهیني ښایي په ۱۸ کاله بند محکوم شوی وي.

کربي زیاتوي:

"موږ پر ایران خپلې غوښتنې بیا تکراروو چې بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي، مستبدانه او هغه توقیفونه چې پاروونکي دي، ودروي، د ټولو جنایي قضیو د ارزولو په برخه کې عادلانه او شفاف قضایي بهیر ډاډمن کړي او بلاخره پر خپلو قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو ودرېږي."

تېره اوونۍ هم یو بل ایراني‌الاصله امریکایي سوداګر سیامک نمازي له خپل اتیا کلن پلار باقر نمازي سره د جاسوسۍ په تور ایران کې ونیول شو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت‌یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د امریکا بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر
د امریکا بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر هغه مهال وویل:

"موږ د نړېوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو د بشري حقونو له متخصصینو سره همغږي یو چې وایي، ټول هغه امریکایي اتباع چې په غیر عادلانه ډول په عراق او تر ډېره ایران کې نیول شوي، لکه سیامک او باقر نمازي ژر تر ژره خوشې کړي. موږ دغه‌راز د ایران د هغې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کوو چې د روبرټ لیوینسن «Robert Levinson» د ځای موندلو برخه کې یې له متحده‎ ایالاتو سره باید وکړي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره جنوري کې ویلي چې تر هغو به کرار نه‌وي چې لیوینسن له خپلې کورنۍ سره یوځای نه‎شي."

روبرټ لیوینسن د ۲۰۰۷ میلادي کال په مارچ کې د ایران په کېش ټاپو کې لادرکه شوی دی.

خو ایران د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي و چې په خپلو کورنیو چارو کې د امریکا مداخله نه‎شي منلای.

روبرټ لیوینسن د ۲۰۰۷ میلادي کال په مارچ کې د ایران په کېش ټاپو کې لادرکه شوی دی.
روبرټ لیوینسن د ۲۰۰۷ میلادي کال په مارچ کې د ایران په کېش ټاپو کې لادرکه شوی دی.

د دغو دوه تابعیته وګړو زنداني کول داسې مهال کېږي چې د ایران او د نړیوالې ټولنې تر منځ د ایران د اټمي موافقې وروسته د دوی تر منځ اقتصادي اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.

د دغې موافقې له مخې چې په جنوري کې وشوه، ایران مکلف دی چې د خپل اټمي پروګرام ودروي او په بدل کې به‌یې پر دغه هېواد د نړۍ د اقتصادي بندیزونو یوه برخه لیرې شي.

XS
SM
MD
LG