د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د کوټې هزاره مظاهره‎چیان: بريدکوونکي ښارونو کې دي، پر ضد دې عمليات وشي


په بلوچستان کې د هزاره توکمه شيعه‎ګانو د وروستيو هدفي وژنو پر ضد هزاره ډموکراتيک ګوند د چهارشنبې په مازيګر د کوټې د پرس‌کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه چې لسګونه کسانو په‎کې ګډون کړى وو.

دغه احتجاجي مظاهره د پوليسو او ملېشه سرتېرو په کلک امنيت کې وشوه، مظاهره‌چيانو په لاسونو کې شعارپاڼې نيولې وې چې د هزاره قوم پر خلکو د وسله‎والو بريدونو د مخنيوي غوښتنې پرې ليکلې وې، دوى پرله‎پسې په لوړ غږ دغه شعارونه هم تکرارول.

په احتجاجي غونډه کې شريک د هزاره ډموکراټيک ګوند يوه مشر سردار ساحل ازادي راډيو ته وويل چې پر هزاره‌وو حملې په بلوچستان کې د قومونو ترمنځ جګړې ته د لمن وهلو او فرقه‎ييزو کرکو د خپرولو لپاره کېږي چې وايي امنيتي ادارې يې په مخنيوي کې ناکامه شوې دي.

دی وايي:

"پر هزاره قوم خو د ترهګرۍ حملې له تېرو ۱۰-۱۵ کلونو روانې دي، پوليس، ملېشه او نورې امنيتي ادارې زموږ په امنيت ساتلو کې ناکامه شوې دي، دا دوهم ځل دى چې پر ښځو حمله کېږي، دا د دې لپاره کېږي چې د پښتنو او بلوڅانو، پښتنو او هزاره‎ګانو، بلوڅانو او هزاره‎ګانو او شيعه او سني تر منځ کرکه پيدا کړي."

د هزاره محصلينو د اتحاديې ځوانانو هم په دې احتجاجي مظاهره کې ګډون کړى وو.

د محصلينو د اتحاديې يوه مشر ناظر لطيف په‎خپله وينا کې وويل چې په تېرو څو کلونو کې د هزاره قوم مشران، محصلين، تجاران، ماشومان او ښځې په بسونو، کاروباري مارکېټونو او پوهنتونونو کې په بې‌دردۍ ووژل شول، خو مرتکبين‌يې لا هم ازاد ګرځي او پر ضد يې عمليات نه‌کېږي.

ښاغلی لطیف زیاتوي:

"د هزاره قوم بې‌ګناه بچي له بسونو راښکته کړل شول او تر پېژندنې وروسته ووژل شول، په بازارونو کې مو چاودنې وشوې، ايا دا مملکت‌يې اوس هم نه‌ويني چې موږ څوک وژني. موږ ته د بېلابېلو اعتصابونو او احتجاجونو په پاى کې تسلۍ راکړل شوې او يو په بل پسې عمليات وشول، خو پوښتنه دا ده چې کوم عمليات په غرونو کې کېږي، ايا هغسې هدفي عمليات په ښارونو کې د ازادو ګرځېدونکو ترهګرو پر ضد نه‎شي کېداى؟"

په هزاره توکمه شيعه‎ګانو د وروستيو کلونو تر حملو وروسته اوس په کوټه کې د دوى د مېشتېدو دوه لويې سيمې «هزاره ټاون» او «مري‌آباد» کلابندې شوې او پر لويو لارو يې ملېشه عسکر د امنيت ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

په مظاهره کې شريک يو تن عبدالواحد هزاره وايي چې ژوند يې په کوټه کې ډېر تريخ شوى دى.

ده وویل:

"په مري‌اباد کې هم او په هزاره ټاون کې هم د سخت امنيت له کبله موږ داسې يو لکه په زندان کې چې اوسېږو. بازار ته چې ځو هم وېرېږو، يو موټرسايکل چې زموږ مخته تېز تېر شي، سړى ووېرېږي چې پر جمپ هغه شاته شي او ته مخته شې داسې ګڼو چې بس ژوند مو ختم شو. هره ورځ چې کور ته ځو لس روپۍ خيرات کوو چې خداى تعالى سلامت کور ته راورسولو."

د هزاره ډموکراتيک ګوند د مشرانو په وينا په تېرو ۱۵ کلونو کې يې په بېلابېلو بمي چاودنو، ځانوژونکو بريدونو او هدفي پېښو کې شااوخوا ۱۲ سوه کسان وژل شوي او په زرګونه ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې پرون د چهارشنبې په ورځ په مستونګ سيمه کې د يوې ښځې په شمول څلور هزاره‎ګان کراچۍ ته پر لاره د وسله‎والو له‎خوا ووژل شول.

په تېر جون مياشت کې هم په کوټه ښار کې د يوې ښځې په شمول دوه هزاره‎ګان د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوي وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG