د چهارشنبې په سهار په يوه موټر کې سپاره مسافر له کوټې کراچۍ ته روان وو چې له کوټې ښاره د ۵۰ کېلو مترو په فاصله په مستونګ سيمه کې ناڅرګندو وسلهوالو يې پر موټر ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
د مستونګ پوليس چارواکي وايي، په موټر کې د يوې ښځې په شمول يو ډرېور او څلور مسافر سپاره وو چې د ډزو په نتيجه کې ښځه او درې نور کسان ځاى پر ځاى وژل شوي او موټر چلوونکى سخت ټپي شوى.
په پېښه کې د وژل شويو کسانو جسدونه او ټپي کس د کوټې دولتي روغتون ته راوړل شوي دي.
د پوليسو په وينا په پېښه کې وژل شوي کسان هزاره توکمه شيعهګان دي.
دوی دغهراز وايي داسې څرګندېږي چې وسلهوالو مخکې له مخکې کمين ورته نيولى او په هدفي توګهيې وژلي دي.
د دې بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى، خو تر دې پخوا چې په بلوچستان کې پر هزاره توکمه شيعهګانو کوم ترورېستي بريدونه شوي دي، مسؤليتيې اکثر سُني وسلهوالې ډلې لښکرِ جنګوي پر غاړه اخېستى دى.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري دا پېښه په کلکه غندلې او امنيتي ادارو تهيې په وسلهوالو پسې د بېړنۍ پلټنې امر کړى دى.
د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي هم دا پېښه غندلې او ويلي يې دي چې ښځه وژل د بلوچستان د خلکو د کلتور ضد عمل دى.
هزاره ډموکراتيک ګوند او مجلس وحدتِ مسلمين ګوند هم د مستونګ پېښه په کلکه غندلې او د احتجاجي مظاهرو اعلانيې کړى دى.
د هزاره ډموکراتيک ګوند د مشرانو په وينا په تېرو ۱۵ کلونو کې يې په بېلابېلو بمي چاودنو، ځانوژونکو بريدونو او هدفي پېښو کې شااوخوا ۱۲ سوه کسان وژل شوي او په زرګونو ټپيان شوي دي چې له کبلهيې د دوى زيات شمېر خلک د پاکستان نورو ښارونو او يا هم بهرنيو هېوادونو ته کډه شوي دي.
د بلوچستان اوسنى حکومت ادعا کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې پر هزاره توکمه شيعهګانو تر پخوا وسلهوال بريدونه کم شوي دي، خو د دوى د وژنې لړۍ يو ځل بيا پيل شوې او په تېر جون مياشت کې هم په کوټه ښار کې د يوې ښځې په شمول دوه هزارهګان د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوي وو.
رپوټ: بارکوال مياخېل