د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په بلوچستان ایالات کې د ایران پولې ته څېرمه د دغه هېواد د یوې بېپېلوټه الوتکې د غورځولو پخلی کړی.
دغه وزارت دا پخلی تر هغې وروسته کړی چې د سې شنبې په ورځ ناوخته ځینو رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله چې نومونهیې نهو اخیستي راپور ورکړ چې د پاکستان هوايي ځواک د بلوچستان په پنجګور کې د ایران پولې ته نېږدې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکه غورځولې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ماښام په دې اړه رسنیو ته په یوه ورلېږلي بیان کې د دغې بېپیلوټه الوتکې د غورځولو د تائید تر څنګ ویلي:
"د پاکستان هوايي ځواک دغه بېپیلوټه الوتکه د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه د بلوچستان په پنجګور سیمه کې تر هغې وروسته وغورځوله چې د پاکستان د پولې خلاف ورزي یې کړې وه او شااوخوا ۳ـ۴ کېلو متره د پاکستان په خاوره کې دننه د پرواز په حال کې وه."
د یاد وزارت بیان وايي، له ایالتي چارواکو سرهیې په دې اړه معلومات شریک کړي او ورته ویلي يې دي چې د پاکستان هوايي ځواک دا الوتکه څکه غورځولې چې کوم نېښان پرې نهو، خو په دې اړهیې ډېر تفصیلات نهدي ورکړي.
د پاکستان حکومت په داسې وخت کې پر خپله خاوره د ایران د بېپیلوټه الوتکې د غورځولو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې ایران تور لګوي چې وسلهوال د پاکستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کاروي.
ایران دا تورونه تر هغې وروسته ولګول چې وسلهوالو د روان کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه د دې هېواد په سیستان ایالت کې په یوه وسلهوال برید کې ۱۰ ایراني سرحدي ځواکونه ووژل.
د ایران ولسمشر حسن روحاني تر دغه برید وروسته تور ولګاوه چې وسلهوالو په دغه برید کې د پاکستان خاوره کارولې او د دې هېواد له صدراعظم نواز شریف څخهیې وغوښتل چې د ایران پر سرحدي ځواکونو برید کوونکي ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو تهیې وسپاري.
په عین حال کې بیا د ایران پوځ مشر تېره میاشت ګواښ وکړ چې که پاکستان په ایران کې د برید کوونکو سُني یاغیانو مخه ونهنیسي نو ایران دې ته تیار دی چې په پاکستان کې دننه د دې وسلهوالو مرکزونه په نښه کړي.
بلخوا بیا پاکستان د ایران د پوځ د مشر په دغو څرګندونو په اسلاماباد کې د ایران سفیر ته سخت احتجاج وکړ او همدا شانیې ټینګار وکړ چې خپله خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارېدو ته نهپرېږدي.
د یادونې وړ ده چې ایران لا تر دې دمه په پاکستان کې د دغه هېواد د هوايي ځواک لهخوا د خپلې بېپیلوټه الوتکې د غورځولو په اړه څه نهدي ویلي.
راپور: ذبیح مومند