د سروبي ولسوالۍ سیمهييز چارواکي وايي چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله د سروبي ولسوالۍ په مختلفو سیمو زیات سېلابونه راوتلي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د سروبي ولسوال محمد فهیم موسیزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې د یکشنبې په ورځ د زياتو سېلابونو د راوتلو له امله ۱۱ تنه اوبو وړي چې د ۷ تنو جسدونه لا هم نهدي پيدا شوي او همدارنګه د ګڼو نورو خلکو کورونه يې ویجاړ کړي دي.
ښاغلي موسیزي زیاته:
"پرون مازيګر چې کوم سېلابونه په سروبي ولسوالۍ کې راغلي وو، خلکو ته یې مالي او ځاني تاوانونه اړولي، تقریباً ۱۱ تنه مړه دي چې د ۷ جسدونه تر اوسه نهدي پيدا شوي او دلته د خلکو کورونه يې تخریب کړي، د دوی زراعتي بوټي یې هم لهمنځه وړي دي."
ولسوال وايي چې هغه کورنۍ چې کورونه يې سيلابونو لاندې کړي، هغوی اوس هم په ډاګ کې پراته دي.
نوموړی وايي، د طبیعي پېښو پر مهال د چمتووالي ادارې نه يې د دې کورنیو لپاره د مرستې غوښتنه کړې او تمه يې وښوده چې ډېر ژر به بېړنۍ مرستې یادو کورنیو ته ورسېږي.
محمد فهیم موسیزي زیاته کړه:
"د سرچينو په سیمه کې چې د خلکو کورونه تخریب شوي، خلک جګو غونډیو ته پورته شوي، د شنه اسمان لاندې پراته دي، موږ د طبعیي پېښو پر مهال د چمتوالي ادارې نه مرسته غوښتې، وعده يې را سره کړې چې نن د دوشنبې د ورځې تر پایه به د دې ادارې ځينې مسؤلین ساحې ته راورسېږي."
په ورته وخت کې د سروبي ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر مالک وايي، د سېلابونو له امله دوی ته ۹ تنه ټپیان هم ور وړي وو چې تر درملنې وروسته رخصت شول.
ښاغلی مالک وایي:
"د همدې سېلابونو له امله موږ ته ۹تنه ټپيان راوړل شوي وو چې اکثر يې سرسري ټپيان وو چې د لومړنيو درملنو وروسته خپلو کورنیو ته رخصت شوي دي."
شاوخوا درې کاله وړاندې هم په سروبي ولسوالۍ کې تر دې زیات سېلابونه راوتلي وو چې هغه مهال هم له ۱۰ زيات کسان اوبو وړي وو او د سلګونو خلکو کورونه يې تخریب کړي وو.
راپور: شاه محمود شینواری