د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

برمک: افغانستان د طبیعي پېښو د لومړۍ درجه زیانمنو هېوادونو له ډلې دی


د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وايي، افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو له پلوه د نړۍ په لومړۍ درجه هېوادونو کې راځي.

افغانستان د طبیعي پېښو څخه د زیانونو له پلوه د نړۍ له لومړنیو هېوادونو، خو د ظرفیتونو او بشري قوې د نشتوالي له اړخه د نړۍ څلورم هېواد دی.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وېس احمد برمک د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې د یاد مطلب په څرګندولو سره وویل چې افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره يو منظم سیسټم او مدیریت نه لري او په دې برخه کې یو لړ اقداماتو ته اړتیا ده.

ویس برمک.
ویس برمک.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان د زیانونو له پلوه د نړۍ د لومړیو هېوادونو په ډله کې راځي، همدارنګه د مسلکي ظرفیتونو او بشري قوې د نشتوالي له اړخه د نړۍ څلورم هېواد دی چې د پېښو په برخه کې د کمزروي مدیریت او سیسټم د نه موجودیت له امله نشي کولای چې د طبیعي پېښو اړوند مسایل په ښه ډول اداره کړي."

ښاغلی برمک وايي، په دې برخه کې په ملي او سیمه ییزه کچه یو لړ بنسټیزو کارونو او پروګرامونو ته اړتیا ده چې د حکومت په مشرانو پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سرې میاشتې او سره صلیب په هغه ګډ راپور کې چې تازه په نړۍ کې د طبیعي پېښو د خطرونو په اړه خپور شوی هم افغانستان د طبیعي پېښو د زیانونو له پلوه د خطرناکو او د ډېرو زیان لېدونکو هېوادونو په ډله کې راغلی.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۰۰ طبیعي پېښې ثبت شوي چې نېږدې سل پېښې يې په افغانستان کې دي.

په دغو پېښو کې چې زلزلې، واورې ښویېدنې، د لارو بندېدل، سیلابونه، غره ښویېدنې او يو شمېر نورې طبیعي پېښې په کې شاملې دي له امله یې ۳۲۵۵۰تنه تلف شوي چې ۴۷۳ تنه یې له افغانستانه دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې نېږدې يو بیلونه کسان په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي چې څه ناڅه مرستې هم ورته رسېدلي.

د سرې میاشتې ټولنې سکرټر جنرال نعیم دیندار د دوشنبې په ورځ رسنیو سره د یاد راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د اقلیمي بدلونونو او احتمالي طبیعي پېښو د مخنیوي په برخه کې د ظرفیتونو او امکاناتو نشتون په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو زیانونه ډېر او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسني وخت کې افغانستان له يوه پېچلي حالت سره مخ دی، اقلیمي بدلون او يو لړ نورې ستونزې لکه د ظرفیتونو نشتون، کمزوری اقتصادي، حالت د بشري قوې کموالی او يو لړ نورې ستونزې د دې لامل شوي چې افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د کمزورو هېوادونو په ډله کې راشي."

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې د برخې یو شمېر پوهان وايي، په افغانستان کې خلک د طبیعي پېښو ترڅنګ د خوراکي خوندیتوب له ستونزې سره هم مخ دي.

د چاپېریال ساتنې د پوهنځي استاد لطف الله صافی وايي، په دې برخه کې يوه پلان او ځانګړې پالیسۍ ته اړتیا ده تر څو ټولې اړوندې ادارې په همغږۍ سره وتوانېږي د طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG