د افغانستان د کرنې وزارت هڅې پیل کړي چې د زعفرانو کښت له ۲۶ ولایتونو څخه ۳۰ولایتونو ته پورته کړي.
د دې پلان پر بنسټ به دا وزارت د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلي د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې بزګرو ته ووېشي او خپلو ۱۲ زره کارکوونکو او بزګرانو ته به د زعفرانو د کښت په برخه کې روزنه ورکړي او د زعفرانو د پروسس او توليد ۱۰ مرکزونه به جوړ کړي.
د دې وزارت ویاند لطفالله راشد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د زعفرانو کښت هېڅکله هم د کوکنارو بدیل نهشي کېدای، خو د ده په وينا د زعفرانو کښت دا ګټې لري چي يو يې بيه لوړه ده او بل خطر نهلري.
راشد زیاته کړه:
"د زعفرانو د تولید کچه په ټولو ولایتونو کې یو شان نهده، خو زعفران کولای شي چې د کوکنارو ځای ونیسي، ځکه چې د افغانستان بزګران د بېوزلۍ له وجې کوکنار کري. زموږ د بدیل معيشيت په پالېسۍ کې یوازې زعفران نهدي شامل، موږ د باغدارۍ، مالدارۍ او داسې نورو برخو کې هم بزګرانو ته خدمات وړاندې کوو."
د کرنې وزارت د څېړنو پر بنسټ تېر کال د زعفرانو په کښت کې په سلو کې ۲۵ زياتوالی راغلی او د افغانستان زعفرانو د درېیم ځل لپاره د نړۍ د غوره زعفرانو په نوم جایزه وګټله.
د کرنې وزارت ویاند وايي، د پنځه کلنې ستراتېژۍ پر بنسټ به د زعفرانو کښت له درې نیم ټنو څخه ۱۴ ټنو ته لوړ شي، همداراز به بزګرانو ته د جوازونو د وېش لړۍ هم په روان کال کې پيل شي.
بلخوا د زعفرانو یو سوداګر او ځمکهوال برکتالله رحمتي د کرنې وزارت لهخوا د افغانستان ۳۰ ولایتونو ته د زعفرانو د کښت پراخول غیر عملي بولي.
نوموړی وايي چې د زعفرانو د ۵۰۰ ټنو بوزغليو وېشل یوازې هرات ولایت ته هم کفايت نهکوي.
رحمتي زیاته کړه:
"زه په ټینګار سره وايم چې دا کار به نتیجه ورنهکړي، دولت باید په کندهار کې د انارو د باغونو، په شمال کې د هېندواڼو او خټکیو او هرات کې د زعفرانو د ودې لپاره ګامونه واخلي. د زعفرانو د صادراتو په برخه کې دولت لازمه همکاري نهلري او په دې برخه کې اوس هم ستونزې شته."
د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي د زعفرانو کښت د پنځه کلنې ستراتېژۍ هرکلۍ کوي، خو اداري فساد د کورني تولیداتو د ودې پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د ښاغلي حافظي په باور د افغانستان په ګمرکونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې د کورنيو تولیداتو بيې لوړې شي او له دې امله پانګهوال نهشي کولای چې د زراعتي توليداتو په ډېرو برخو کې په نړیوالو بازارنو کې سیالي وکړي.
حافظي زیاته کړه:
"اداري فساد یوه ستره ستونزه ده چې په اکثرو ادارو کې موجود دی، اداري فساد د موادو بیې لوړوي او د صادراتو په برخه کې زموږ د سیالیو مخه نیسي. په یو شمېر مواردو کې د بيو د لوړوالي له امله موږ نهشو کولای چې په نړیوالو بازارونو کې خپل مواد وپلورو، ځکه چې په هېواد کې دننه د تولیداتو کچه راټیټېږي."
د زعفرانو پلورونکی بشیر راشدي په تېرو کلونو کې د زعفرانو د کښت او تولید وده د پام وړ بولي، د ده په وينا په هېواد کې د دې بوټي د کښت له دودولو سره هممهاله د افغانستان د تولیداتو او صادراتو کچه هر کال په سلو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې لوړېږي.
دی وايي چې د زعفرانو کښت د پنځه کلنې ستراتېژې په پلي کولو سره به دغه کچه نوره هم لوړه شي.
راپور: عبادالله حنانزی