د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

په افغانستان کې د زعفرانو کښت د پراخېدو په حال کې دی


انترنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د افغانستان د زعفرانو حاصل ۴ ټنو ته ورسېږي.

د ورځپاڼې له مخې، افغان چارواکي وايي چې کروندګر به ۴ زره کېلو زعفران تولید کړي او د کوکنارو ځای به پرې ونیسي.

دوی هیله لري زعفران چې اوس یې کښت په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی، په ټول هېواد کې دود شي.

چارواکي وايي چې دوی د زعفرانو د حاصل زیاتېدو اټکل د تېر کال تولید ته په پام کوي.

انترنشنل بیزنس ټایمز د متخصصانو په قول وايي چې د زعفرانو د تولید زیاتېدا به نه یوازې افغان کروندګر وهڅوي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي بلکې له افغانستان سره به هم مرسته وکړي چې په ځان د بسیا کېدو لور ته نېږدې شي.

دغه راز به د افغانستان صادرات ډېر کړي.

ابزرور:

د بریتانیا ابزرور ورځپاڼې د ترکیې او یونان ترمنځ د اوبو په خطرناکو لارو اروپا ته د افغانانو د مهاجرت په اړه لیکنه خپره کړې.

ورځپاڼې د فیروز مظفري کیسه خپره کړې چې له کابله ترکیې ته ځي او هره ورځ خپل ورور فرید ته د ټلیفون له لارې د خیریت حال ورکوي.

تر هغې شېبې پوري چې مظفري په یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپرېږي او له ترکیې د یونان په لوري خوځېږي. ورور یې د انتظار او ډار شېبې شمېري خو دوستان ورته وايي چې ممکن د مظفري د ټلیفون چارج خلاص شوی وي.

بالاخره څرګندېږي چې د مظفري بېړۍ په اوبو کې ډوبېږي د کورنۍ ۱۱ نور غړي یې هم په اوبو کې ډوبېږي.

اندي پندنټ:

اندیپندنټ ورځپاڼې د یوې ښځې له لوري د طالبانو د یوه قوماندان د وژل کېدو راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه د افغان پولیس چارواکو او د والي د ویاند په قول وايي چې دا پېښه د تخار ولایت په خواجه بهاالدین کې شوې ده.

دوی ویلي چې طالب قوماندان غوښتل چې یوه کور ته ننوځي خو څرنګه چې په خپل سر د چا کور ته د نارینه ننوتل د افغاني دود خلاف عمل دی، ښځې قوماندان وویشت او ویې واژه.

ورځپاڼې د قوماندان نوم نه دی ښودلی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند په اړه لیکنه خپره کړې.

ورځپاڼې د هلمند د وضعیت د څېړلو ترڅنګ د عبدالجبار قهرمان څرګندونې رااخیستي چې په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو همږغي په غاړه لري.

قهرمان وايي چې په هلمند کې دې نتیجې ته رسېدلی چې سوله د جګړې له لارې نه شي راتلای.

قهرمان وايي، هیله لري چې په هلمند کې به بدلون راوړي.

ده وویل، د هیلې یو علت یې دا پښتو شعر دی:

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته.

XS
SM
MD
LG