د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

راشد: افغانستان د کاله ١٤ ټنه زعفران توليدولاى شي


د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د زعفرانو د کښت اندازه تر بل هر وخت ډېره شوي ده.

د یاد وزارت ویاند لطف الله راشد وايي چې دا اندازه اوس ۳.۵ ټنو رسېږي، خو په څو راتلونکو کلونو کې به افغانستان وکولای شي چې هر کال ۱۴ ټنه زعفران تولید کړي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي د نوي پالیسی له مخې هڅه دا ده چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په دغه هېواد کې د زعفرانو تولید اندازه په کال کې ۱۴ ټنو ته لوړه کړي.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د زعفرانو د تولید اوسنۍ ۳.۵ ټنه اندازه هم په افغانستان کې بې ساري ده.

هغه زیاته کړه:

"اوس موږ هر کال ۳.۵ ټنه تولیدوو او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره طرحه دا ده چې موږ وکولای شو تولیدات تر ۱۴ ټنو پورې ورسوو."

افغانستان ټول ټال په کال کې د شاوخوا ۷۰ ټنه زعفرانو د تولید ظرفیت لري چې دې اندازې ته د رسېدو سره به له دې لارې هر کال دوه سوه ملیونه ډالره عواید تر لاسه کړي.

افغانستان کال کې د شاوخوا ۷۰ ټنه زعفرانو د تولید ظرفیت لري
افغانستان کال کې د شاوخوا ۷۰ ټنه زعفرانو د تولید ظرفیت لري

د کمیت له زیاتېدو سره د افغانستان زعفران په نړی کې د ښه کیفیت او شهرت څخه هم برخمن دي چې له دې اړخه یې د دریو ځلو لپار هر کال لومړی مقام ګټلی دی.

څېړنې ښيي چې زعفران د مختلفو ویټامینونو او د بدن ضرورت وړ مختلف عناصر، منرالونه او شحمي موادو لري او په درملنه کې یې اغېز مثبت دی.

د زعفرانو په استعمال سره عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونو ځینې ناروغۍ لکه د اعصابو کمزوري، ستړیا، درد، بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي حلېږي.

په افغانستان کې هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د زعفرانو کښت لپاره تر ټولو ښه وړ دی خو د کرنې وزارت وايي چې د دې بوټي کښت یې له هرات ور هاخوا اوس ۳۰ ولایتونو ته غځولی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د زعفرانو کښت د نشه یې توکو د کر ښه بدیل ګڼي.

د دغه وزارت مرستیال جاوید احمد قایم ازادي راډیو ته وویل که په هغو سیمو کې د زعفرانو کښت ته پاملرنه ډېره شي چې په طبیعي لحاظ هم ورته مناسب وي ګټه به یې تر ټولو ډېره وي.

نوموړي زیاته کړه:

"څرنګه چې کرنه موسومي ده او په جغرافیایې پورې تړلې ده نو په هغو ولایتونو کې چې مخکې نه ځينې شیان تجربه شوي لکه په هلمند کې پمبه لکه په کندهار کې انار نو د دې ولایتونو لپاره که زعفران هم وړل کېږي بده نه ده خو کوم شی چې له وړاندې یې تاریخچه لرو که عملي شي نسبت دغې بوټي ته چې نوي یې ازمایو ښه او ژر نتیجه ورکوي."

د افغانستان زعفران د عربي هېوادونو ترڅنګ هند ته هم صادریږي
د افغانستان زعفران د عربي هېوادونو ترڅنګ هند ته هم صادریږي

د افغانستان زعفران عربي هېوادونو، اروپا او هندوستان ته صادریږي او د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې چین هېواد ته هم د صادراتو هوکړه لیک لاسیک شوی دی.

د اقتصادي چارو یو کارپوه نقیب الله سلطانزوی وايي د افغانستان زعفران چې په نړی کې بې ساري دي، که حکومت یې د ډېرېدو تکل لري باید بهرنیو هېوادونو ته د صادریدو په صورت کې یې د افغانستان نوم ته هم پاملرنه وشي.

هغه وايي، ډېر کله د افغانستان زعفران په بل نوم صادریږي چې دا کار د بزګرانو په روحیه بده اغېزه لرلای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG