د لاسرسي لېنکونه

کرنې وزارت په کابل کې کرونده ګرو ته د زعفرانو پیاز ویشلي


د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي چې د کابل د بزګرانو د اقتصادي پراختیا په هدف یې ۶۲۵۰ کیلو ګرامه د زعفرانو پیاز ویشلي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‎الله راشد ازادي راډیو ته وویل چې د زعفرانو پیاز د کرنې ریاست له‎خوا د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د کابل په ۱۴ ولسوالیو کې ویشلي دي .

زعفران د افغانستان د صادراتو خورا مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG