د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۵

د امریکا ولسمشر او مېرمن یې په دوه ورځني سفر فرانسې ته ځي


ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ به نن چهارشنبه له واشنګټن څخه د فرانسې په دوه ورځني سفر پاریس ته روان شي.

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ سهار وختي فرانسې ته ورسېږي او په ورپسې ورځ به دغلته د باسټیل د ورځې په لمانځلو کې برخه واخلي.

ولسمشر ټرمپ به همدارنګه د فرانسې له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره هم وګوري او تمه کېږي چې د دواړو خبرې اترې به د سوریې پر کړکېچ او د ترهګرۍ ضد د نړیوالې مبارزې پر هڅو متمرکزې وي.

مکرون تېره میاشت ولسمشر ټرمپ ته بلنه ورکړې وه چې د باسټیل د ورځې په لمانځلو کې ورسره برخه واخلي.

پر دې سربېره چې دا د فرانسې د ملي رخصتي ورځ ده، سږ کال د دې ورځې لماځل لومړۍ نړیوالې جګړې ته، د امریکا د متحده ایالاتو د داخلېدو له سلمې کالیزې سره هم برابره ده.

XS
SM
MD
LG