د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۱

په تخار کې سږ کال د چرګانو ۸ فارمونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي چې سږ کال‌یې د تخار په فرخار، بنګي او چاه آب ولسوالیو کې ۸ د چرګانو فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د دغه وزارت ویاند لطف‎الله راشد نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۲ نورو فارمونو ۶۰ فیصده چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی وایي چې په دغو فارمونو څه باندې یو میلیون ډالر مصرف راغلی چې د کرنې وزارت د کاردیف پروژې له‎خوا تمویلېږي او ډېر شمېر کسانو ته په‎کې د کار زمینه برابره شوې ده.

ښاغلی راشد وایي چې دغه فارمونه د ۵۰۰۰ غوښنو چرګانو د ساتلو ظرفیت لري.

نوموړی وايي، یاد فارمونه کولای شي چې هر کال ۱۲۰۰ مټریک ټنه د چرګ غوښه شمال ختيځو ولایتونو ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG