د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

جنوا کې د سوریې د حکومت او اپوزېسیون په اړه یو نوی پړاو پرانیستل شو


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي په جنوا کې د سوریې د حکومت د استازو او د اپوزېسیون د مشرانو ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو یو نوی پړاو پرانیست.

د ملګرو ملتونو استازي اسټفان ډي میستورا پرون دوشنبه د سولې د پنځه ورځنیو خبرو په پیل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په سوریه کې د جګړې د نه‌خپرولو موافقه دا شخړه اسانولی او په دغه هېواد کې د ثبات له راوستلو سره مرسته کولای شي.

نوموړي وویل:

"فکر کوم لکه چې موږ د خپل وخت تر ټولو د پېچلې شخړې د اسانه کېدو شاهدان یوو."

د سوریې د شخړې په اړه د خبرو اووم پړاو د سوریې په جنوب کې د اوربند له لومړنۍ ورځې سره هم‌مهاله و.

دا اوربند د امریکا، روسیې او اردن په منځګړتوب تېره اوونۍ اعلان شو.

د اوربند پر سر موافقه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د حکومت تر مشرۍ لاندې د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره لومړنۍ هڅه وه.

دا موافقه د جنوا د سولې له چوکاټه دباندې وشوه.

د ملګرو ملتونو استازی اسټفان ډي میستورا
د ملګرو ملتونو استازی اسټفان ډي میستورا

ډي میستورا وویل، د اردن په پلازمېنه امان کې خبرې کېږي چې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د اوربند اجرا وڅارل شي.

ډي میستورا زیاته کړه:

"موافقه اساساً په پراخه پیمانه په ښه ډول تطبیقېږي. په ټولو موافقو کې د هغو د تنظیمولو لپاره یو پړاو وي، موږ یې په ځیر څارو. خو ویلی شو چې دا نسبتاً کار ته د دوام ورکولو ښه چانس دی."

په خبرو کې د اپوزېسیون ډلې یوه ویاند یحیي ال اریدیا فرانس پرس اژانس ته وویل چې د خبرو نوي پړاو ته هیلې لري.

اپوزېسیون لا هم په دې ټینګار کوي چې په هرې موافقې کې باید دا شامله وي چې اسد به له واکه لیرې کېږي، خو د سوریې حکومت د اسد د واک پر سر خبرې نه‌کوي.

د سوریې په جګړه کې له ۲۰۱۱ میلادي څخه تر اوسه پورې تر ۳ لکه ۲۰ زره زیات انسانان وژل شوي او په میلیونونو نور بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG