د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

جنوا کې نن دوشنبه د سوریې په اړه د سولې ۷م دور خبرې ترسره کېږي


په داسې حال کې چې د سوریې په جنوب کې اوربند نن دوشنبه دوهمې ورځې ته غځېدلی، په جنوا کې نن د سوریې په اړه د سولې اوم دور خبرې ترسره کېږي.

ملګرو ملتونو د دغه اوربند د ټینګېدو ستاینه کړې او ويلي یې دي چې هغه په جنوا کې د سولې د خبرو لپاره یوه ښه فضا رامنځته کړې ده.

دغه اوربند چې د سوریې په جنوبي درېیو درعا، سوېده او قونیطره ولایتونو کې د یکشنبې له غرمې راهیسې ټینګ شوی، تر اوسه ورڅخه د لویو سرغړونو راپورونه نه‎دي ورکړل شوي.

یوازې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی، په درعا سيمه کې د خال خال ډزو خبر ورکړی دی.

سوریه
سوریه

د سوريې حکومت که څه هم د اوربند په باب تبصره نه‎ده کړې، خو د حکومت ځينو سرچينو چې نومونه‌يې نه‎دي اخیستل شوي، روېټرز اژانس ته ويلي چې د دمشق چوپتيا د اوربند له دغه پرمختګ څخه رضايت څرګندوي.

د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په ټویټر کې دغه اوربند وستايه او ويې‌ويل چې هغه به د سوریې د خلکو د ژوند د خوندي کېدو سبب شي.

که څه هم په تېرو شپږو کلونو کې د سوريې د جګړې پر مهال د اوربند ګڼې موافقې اعلان شوي، خو يوې يې هم دوام نه‎دى کړى.

خو له دې سره سره د ملګرو ملتونو سازمان دغه نوي اوربند ته خوشبین دی.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند دغه اوربند وستایه او ویې‌ویل چې هغه په جنوا کې د سولې د خبرو لپاره یوه مناسبه فضا رامنځته کړې ده.

په جنوا کې د ملګرو ملتونو له‎خوا په دغه ۷م دور خبرو کې چې نن ترسره کېږي، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د اپوزېسیون د یو شمېر ډلو استازي په‎کې ګډون کوي.

که څه هم په سوریه کې پرونی اعلان شوی اوربند د دغو خبرو نتیجه نه‎ده او هغه د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې او اردن په منځګړیتوب رامنځته شوی، خو د جنوا پر خبرو ښایي خپل سیوری وغوړي.

دغه خبرې چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا له‎خوا پر مخ وړل کېږي، شپږم دور‌ یې په تېرې مې میاشت کې ترسره شوی و چې د پام وړ پرمختګ په‎کې نه‌و شوی.

د سوریې د اپوزېسیون د ډلو د مرکچي پلاوي یوه ویاند فرانسپرس آژانس ته وویل چې د دغو خبرو نوي دور ته یو څه هیله‎مندي شته.

اپوزېسیون پر خپلې دې غوښتنې چې ولسمشر بشار الاسد دې له قدرته لاس واخلي، ټینګار کوي، خو د سوریې حکومت په خپل دریځ چې د اسد د رول په اړه بحث نه‌کېږي، تل ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې د جنوا د خبرو تر څنګ د خبرو دوهمه پروسه په تېرې جنورۍ میاشت کې د روسیې، ترکیې او ایران له‎خوا پیل شوه چې د قزاقستان په مرکز استانه کې یې څو پړاونه تر سره کړل.

XS
SM
MD
LG