د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د روسیې په اړه د ټېلرسن د خبرو په غبرګون کې د دوو امریکايي سناتورانو غوسه!


د امریکا مخکښو جمهوري غوښتونکو سناتورانو جان مک‎کېن او لېنډسي ګراهام د یکشنبې په ورځ د امریکا پر بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن چې ویلي یې دي روسیې ښایي د سوریې په جګړه کې سمه او متحده ایالاتو غلطه تګلاره غوره کړې وي، انتقاد وکړ.

سناتور لېنډسي ګراهام له امریکایي «NBC» ټلوېزیون سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې د سوریې په اړه د ټېلرسن څرګندونو دی ډېر مأیوسه کړی دی.

دا سمه نه‎ده چې د سوریې په اړه دې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دریځ سم وي.

سناتور جان مک‎کېن چې د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې مشر دی له بل امریکایي «CBC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دی کله ناکله د پښېمانۍ احساس کوي چې ولې یې ټېلرسن ته د باور رأیه ورکړې ده.

مک‎کېن وویل، د ټېلرسن دغو څرګندونو چې ویلي یې دي روسیې په سوریه کې سمه لاره نیولې، دی احساساتي او مأیوسه کړی دی.

مک‎کېن زیاته کړه، دی پوه دی چې هلته څه ډول عام قتلونه وشول او په دې هم پوه دی چې روسان له دې خبر و چې بشارالاسد به کیمیاوي وسلې استعمال کړي او اوس د دې خبره کېږي چې هلته موږ غلطه تګ‎لاره خپله کړې ده.

جان مک‎کېن او لېنډسي ګراهام
جان مک‎کېن او لېنډسي ګراهام

روسیې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کړی او متحده ایالاتو بیا د هغو یاغي ډلو ملاتړ کړی چې هڅه کوي هغه له قدرته لیرې کړي.

دواړو جمهوري غوښتونکو مخکښو سناتورانو له دې سره-سره چې له روسیې سره د ټېلرسن د هغه وخت د اړیکو په اړه چې د اېکسون موبایل شرکت "د نړۍ د تیلو یو د سترو شرکتونو څخه دی" اجرائیه رئیس و، اندېښنه ښودلې وه، خو بیا یې هم په جنوري کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هغه ته د باور رأیه ورکړې وه.

غو دواړو سناتورانو چې له یو شمېر نورو سناتورانو سره‌یې په وروستیو کې له افغانستان او پاکستانه کتنه کړې دغه‌راز ټېلرسن تورن کړی چې نه‎دی توانېدلی د دواړو هېوادونو لپاره د بهرنیو چارو وزارت کلیدي پوستونه ډک کړي او دغو دوو هېوادونو ته‌یې زیات پام نه‌دی کړی.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

خو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د دغو انتقادونو په ځواب کې ويلي چې له اختلافاتو سره-سره د سوریې په جنوب لوېدیځ کې هغه اوربند چې د روسیې او امریکا په منځګړیتوب ټینګ شوی، له روسیې سره د پیاوړې همغږۍ یو مثال دی.

دغه چارواکي د خپل نوم د نه‌ښودلو په شرط روېټرز اژانس ته ویلي چې دغه همغږي به په سیمه کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي او هم به زموږ ګډې ګټې تأمین کړي.

دې چارواکي دغه‌راز وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په اړه پر پالېسۍ د بیا غور کولو په مسئله کې فعالانه ونډه لري او د دواړو هېوادونو لپاره د نویو سفیرانو په نومولو کې له سپینې ماڼۍ سره ګډ کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG