د لاسرسي لېنکونه

رکس ټېلرسن اوکراین کې روسیې ته یو روښانه او بې‌پردې پیغام ورکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون اوکراین ته د سفر پر مهال روسیې ته یو روښانه او بې‌پردې پیغام ورکړ او ویې‌ویل کرملېن باید د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره لومړی ګام پورته کړي او زیاته‌یې کړه چې که دا کار ونه‎شي پر مسکو بندیزونه به پر ځای پاتې وي.

ښاغلي ټېلرسن وویل، د اوکراین جګړه په مسکو کې پلانېږي او له هغه ځایه پر مخ بیول کېږي او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د امریکا اصلي هدف دی.

ده زیاته کړه چې واشنګټن به پر مسکو لګول شوي بندیزونه تر هغه لیرې نه‎کړي چې د اوکراین بشپړ ارضي تمامیت اعاده شوی نه‎وي.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو او ټېلرسن پرون په کیف کې په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د اوکراین د ختیځ د جګړې لپاره د امریکا نوی استازی کورټ وولکر «Kurt Volker» به د مېنسک د موافقې د عملي کولو په مقصد د هلو ځلو په ترڅ کې د څو نورو ورځو لپاره هم په کیف کې پاتې شي.

د اوکراین د ختیځ د جګړې لپاره د امریکا نوی استازی کورټ وولکر
د اوکراین د ختیځ د جګړې لپاره د امریکا نوی استازی کورټ وولکر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا له تېرو دوو کلونو راهیسې په عملي ډګر کې د مېنسک د موافقې د نه‌پرمختګ له کبله خواشینې ده او د دې پاتې راتلو پړه‌یې پر روسیې واچوله او پر مسکو یې غږ وکړ چې د مېنسک په موافقه کې خپل کړو ژمنو ته درناوی وکړي.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:

"موږ له روسیې غواړو چې د مېنسک له موافقې سره سم خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او پر هغو بېلتون‎پالو له خپل نفوذه کار واخلي چې پوره کنټرول پرې لري. یو ځل بیا پر روسیې غږ کوو چې خپلو اجیرانو ته ووایي چې د اوکراین په ختیځ کې روان تشدد پای ته ورسوي."

ټېلرسن: کرملېن دې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره لومړی ګام پورته کړي
ټېلرسن: کرملېن دې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره لومړی ګام پورته کړي

ښاغلي ټېلرسن وویل، د جولای په اوومه نېټه د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې هم د مېنسک د موافقې د عملي کولو په وړاندې د روسیې پر بې‌تفاوته چلند بحث وکړ.

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو کیف ته د ټېلرسن سفر د امریکا له‎خوا د جي شل له سرمشریزې سمدستي وروسته د ده د هېواد د ملاتړ یوه قوي نښه وبلله.

XS
SM
MD
LG