د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۷

په لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو څلور ملکیان ټپیان کړي


د لغمان په مرکز مهترلام کې د هاوان مرمۍ لګېدو څلور ملکي وګړي زخمیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند، سرحدي ځواک پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري ور ویشتل شوې وه.

سرحدي ځواک:

"د لغمان د مرکز په بدیع اباد سیمه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ ترنښتې وروسته، وسله والو طالبانو یو هاوان را وویشت چې پر یوه کور ولګېد، یوه ښځه او یوه کوچنۍ نجلۍ پکې زخمیان شول، د بدیع اباد او صافیانو په سیمه کې دوه تنه په ډزو کې زخمیان شوي دي."

ځواک وویل چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG