د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۴۸

بدخشان کې لس ټنه مخدره مواد وسوځول شول


په بدخشان ولایت کې لس ټنه مخدره مواد وسوځول شول.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د بدخشان والي له دفتره خپره شوې، راغلي چې لس ټنه هغه مواد يې سوځولي چې په تېرو دوو کلونو کې د پولیسو په مختلفو عملیاتو کې نيول شوي وو، په دې موادو کې تاریاک، چرس، الکولي مشروبات او امونیم کلوراېډ شامل دي.

د دې قاچاقو په تړاو ۹۹ کسان نیول شوي او د نورو څېړنو لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو لېږلي دي.

له دې قاچاقبرو سره يې ۳۵ موټرونه ۷۰ سیټه مبایلونه، ۷ میله وسلې، ۸۹ زره افغانۍ او دوه لکه او ۱۲ زره امریکايي ډالر نيولي دي.

XS
SM
MD
LG