د لاسرسي لېنکونه

د فراه په انار درې ولسوالۍ کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي


د فراه چارواکي وايي، تېره ورځ د انار درې ولسوالۍ کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي دي.

د فرا د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل، ماین د دې ولسوالۍ مرکز ته په تللې لاره کې اېښودل شوی و چې د ولسي خلکو یو مازدا ډوله موټر پرې وربرابر شو.

تر دې مخکې د ماین چاودنې یوې بلې پېښې په پشت‎رود ولسوالۍ کې څلور کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG