د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د ازبکستاني پوځیانو له‌خوا د بلخ د ځینو ځوانانو پر نیولو د هغوی اندېښنه


په بلخ کې د ازبکستان له پولو سره په پرتو سیمو کې خلک شکایت کوي چې ازبکستاني پوځیان او نظامي کښتۍ د امو سیند له سواحلو څخه افغان ځوانان د مخدره توکو د قاچاق په تور نیسي او بیا یې زنداني کوي.

په بلخ کې د کلدارۍ او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له کلونو راپه دېخوا د ازبکستان سرحدي پوځیان د امو سیند په سواحلو کې د افغانستان په خاوره کې دننه غیر قانوني او خود سره کړنې ترسره کوي خو هېڅ قوت‌یې د مخنیوي توان نه‌لري.

د شورتپې اوسېدونکی محمد نظر وايي چې له لسو کلونو راپه دېخوا د بلخ او ازبکستان په مرزي سیمو کې سلګونه ځوانان د ازبکو پوځیانو له‌خوا د قاچاق په تور نیول شوي او لا یې هم برخلیک نه‌دی معلوم شوی.

هغه وویل:

"له شورتپې ولسوالۍ څخه هر کال لسګونه ځوانان ورکېږي، دا ټول کسان د ازبکستاني پوځیانو له‌خوا هغه هېواد ته وړل کېږي او اوس‌مهال زنداني دي، لا نه‌ده مشخص شوې چې په کومو زندانونو کې اوسېږي او د دې ځوانانو کورنیو ته اطلاعات نه‌دي ورکړل شوي."

«ازبکستاني پوځيان هرکال ګڼ افغان ځوانان نیسي»
«ازبکستاني پوځيان هرکال ګڼ افغان ځوانان نیسي»

محمد نظر وايي، دا کسان اکثراً د امو سیند په سواحلو کې د چوپانۍ او یا هم د بوټو د ټولولو پر مهال د افغانستان په خاوره کې د ازبکو پوله ساتو پوځیانو له‌خوا تښتول شوي او بیا زنداني شوي دي.

د کلدارې ولسوالۍ یو قومي مشر الله مراد وايي چې اکثراً زنداني شوي ځوانان په ابد حبس محکوم دي چې د تاشکند، ترمز او د ازبکستان په نورو زندانونو کې ساتل کېږي.

هغه وویل:

"حبیب‌الله، صفی‌الله او لسګونه نور ځوانان زموږ د سیمې څخه د افغانستان په خاوره کې نیول شوي او ازبکستاني پوځیانو هغه هېواد ته لېږدولي دي، دوی د پوځي کښتیو او پوله ساتو ځواکونو له‌خوا نیول شوي او هلته زنداني دي، دولت تر دې دمه هېڅ ډول توجه نه‌ده کړې."

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید هم دا مسئله تائیدوي او وايي چې د ستونزې د حل په خاطر بنیادي کارونه نه‌دي ترسره شوي.

ښاغلي حدید ازادي راډیو ته وویل چې اکثراً دا ځوانان د افغانستان له خاورې د نباتاتو د ټولولو، چوپانۍ او یا هم کب نیونې پر مهال د ازبکستاني پوځیانو منګولو ته ورلوېدلي دي.

حدید زیاته کړه:

"کله هم داسې پېښې رامنځته شوې دي چې دا کسان د ازبکستاني سرحدي مسؤلانو او یا هم د سرتېرو له‌خوا ځورول شوي دي، کله هم دا ادعا دوی کوي چې زموږ له لوري کسان قاچاق ترسره کوي، خو دا موارد د ازبکستان هېواد او بلخ ولایت په مرزي سیمو کې موجود دي او ستونزې لا هم نه‌دي حل شوي."

تر دې دمخه د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ویلي چې د نیول شویو کسانو دقیق شمېر نه‌دی روښانه، خو د خوشې کېدو لپاره‌یې هڅې روانې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ازبکستان ډیپلوماتیکې سرچینې او په بلخ کې د هغه هېواد قونسلګرۍ نه‌غواړي په دې اړه څرګندونې ولري.

په شمال زون کې د سرحدي پولیسو چارواکو ویلي دي چې د مقابل لوري سره‌یې خبرې پيل کړي او دا ستونزه به ډېر ژل حل شي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG