د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

افغان خاوره کې د ازبکستاني پوځيانو د فعالیتونو په اړه شکایتونه


د افغانستان په شمال کې د امو سیند څنډې ته پارته افغانان د دې هېواد په قلمرو کې د ازبکستاني پوځیانو د غیر قانوني فعالیتونو په اړه اندېښنه څرکندوي او ترې شکایت لري.

د بلخ ولایت د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په آمو سیند کې د ازبکستاني جنګي کښتیو نظامي ګزمې زیاتې شوي او ازبک سرحدي سرتېري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیسي او بیایي زنداني کوي.

خلک: ازبک سرحدي سرتېري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیسي او بیایي زنداني کوي
خلک: ازبک سرحدي سرتېري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیسي او بیایي زنداني کوي

ملا عبدالرحیم د بلخ ولایت د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه آزادي راډیو ته وویل چې په آمو سیند کې د ازبکستان د نظامي ګزمو له زیاتېدو سره سم د امو سیند په سواحلي برخو کې دوی ته هم امنیتي ګواښ او هم مالي زیانونه زیات شوي دي.

ملا عبدالرحیم وویل چې ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه د افغانستان په قلمرو کې دننه افغان کب نیونکي او چوپانان چې ساحل ته نږدې په ځنګل کې په کار مصروف وي نیسي یې او زندان ته یې استوي.

ملا عبدالرحیم وویل:

"نږدې یو کال وړاندې څو تنه ځوانان ازبک ځواکونو ونیول چې تر دمه یې نه مړی او نه هم ژوندی معلوم دی، موږ نه یو خبر چې زنداني دي او که وژل شوی دي، دا کسان یې د کلدار ولسوالۍ د قرن توقي له سیمې څخه چې خواجه غل سوار ته نږدې سیمه ده ونیول، دا ساحه د کلدارې ولسوالۍ او افغان دولت ته اړوند سیمه ده، دوی له همدې ځای څخه ۶ تنه بوتلل او څو تنه یې راخوشي شول خو تر دمه د دری تنو نورو مړي او ژوندي ورک دي."

د هغه په خبره چې ازبکستاني ځواکونو لخوا افغان نیول شوي ځوانان د ازبکستان په زندانونو کې د بې سرنوښتۍ په حال کې شپې او ورځې سبا کوي.

خلک:د امو سیند په سواحلي برخو کې دوی ته هم امنیتي ګواښ او هم مالي زیانونه زیات شوي دي.
خلک:د امو سیند په سواحلي برخو کې دوی ته هم امنیتي ګواښ او هم مالي زیانونه زیات شوي دي.

د کلدارې او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په امو سیند کې د ازبکستان د جنګي بېړیو حضور سبب شوی چې د افغانستان لوري ته د اوبو لنګر زیات شوي او سواحلي سیمې له سیند سره لاهو شي.

یوازې د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې ازبکستاني ځواکونو پرې دا ناوړه ورځ راوستې ده، د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزه لري.

دوی وايي چې ازبک پوځیانو د دې ولسوالۍ له شپږ کلیو څخه چې په کې تطارق، جنګل آرق او هزاره توقه سیمې هم شاملې دي ۲۰ تنه ځوانان نیولي او لا هم په زندان کې اوسېږي.

د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالرشید آزادي راډیو ته وویل چې د حبیب الله په نامه د هغه یوې خور زوی یې هم بیولی دی چې تردمه یې نه مړی او نه هم ژوندی څرګند دی.

خلک:زموږ لوري ته چې شپون، کب نیونکی او تور اچونکی هر څوک چې وي د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کېږي
خلک:زموږ لوري ته چې شپون، کب نیونکی او تور اچونکی هر څوک چې وي د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کېږي

هغه وايي، نه پوهیږي چې حبیب ژوندی دی او که ازبکستاني ځواکونو وژلی دی.

حاجي عبدالرشید زیاته کړه:

"زموږ لوري ته چې شپون، کب نیونکی او تور اچونکی هر څوک چې وي د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کېږي، له چوب باش سیمې څخه یې حتا لس کاله مخکې یو کس ونیوه چې نه یې تر دمه مړی پیدا شوی او نه یې هم د ژوندي خبر چا ته رسېدلی دی، هغه هلک زما د یوې خور زوی وو چې حبیب نومېده او لا تر اوسه لاردکه دی."

په دې هلکه مو وغوښتل چې څو په بلخ کې د سرحدي پولیسو قومندان میر نعیم حیدري نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغه په دې اړه د معلوماتو له شریکولو ډډه وکړه.

له دې سره-سره بیا د بلخ والي ویاند منیر فرهاد آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځوانان د اقتصادي او مالي ستونزو له امله، د بې خبرۍ په حالت کې د شیرین بویې راټولولو او یا هم د کب نیونې لپاره د سیند خوا څنډې ته ورځي چې د ازبکستاني ځواکونو لخوا نیول کېږي.

هغه وویل:

"دوی د آمو سیند په سواحلو کې اکثرآ د فقر او بې وزلۍ له امله د ازبکستان لوري ته د شیرین بویې راټولو او د کب نیونې په خاطر ځي چې د بې خبرۍ په حالت کې د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کېږي او له څېړنو او پوښتنو وروسته بېرته خوشي کېږي."

باید یاده کړو چې د آمو سیند په سواحلي سیمو کې قومي مشران وايي چې د ازبکستان له لورې اکثرآ بې ګناه نیول شوي افغان ځوانان د ازبکستان په زندانونو کې د مخدره توکو او غیر قانوني کړونو په تور اوسېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG