د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

ازبکستاني سرتېرو اموسیند کې پوځي فعالیتونه زیات کړي


په افغانستان کې د نا امنیو زیاتوالی او د داعش ډلې حضور د دې سبب شوی چې له دې هېواد سره پر ګډه سرحدي پوله امو سیند کې ازبکستاني پوځیانو فعالیت زیات شي.

د شمال زون امنیتي چارواکي وايي چې له افغانستان سره پر ګډه سرحدي پوله امو سیند کې د ازبک پوځیانو نظامي فعالیت او ګزمې نسبت بل هر وخت ته زیات شوې دي او افغان سرحدي ساتونکي د ورته نظامي فعالیتونو وړتیا او امکانات نه لري.

وروسته له هغې چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړه، اوس مهال بیا د شمال زون امنیتي چارواکي له افغانستان سره په ګډه سرحدي پوله امو دریا کې د ازبکستاني پوځیانو د ګزمو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ویلي دي چې له یوې میاشتې را په دې خوا په امو سیند کې د ازبکستاني پوځیانو نظامي ګزمې زیاتې شوي او لامل یې هم په شمال زون کې د وروستیو نا امنیو زیاتوالی او د امو رود سرحدي سیمو ته د تروریستي ډولو ور پېښ ګواښونه بولي.

منیر وویل دا پوځي ګزمې او فعالیتونه د افغان امنیتي ځواکونو په همغږۍ ترسره کیږي:

"د ګزمو د زیاتوالي عوامل تاسو ښه پوهېږی چې په دې وروستیو کې شمالي ولایتونه نا امنه شوي دي او دوی د آمو سیند سواحلو ته د ورپېښ امنیتي ګواښ په اړه اندېښمن دي، دوی یادو نا امنیو اندېښمن کړي او له همدې وجهې ګزمې ترسره کوي."

په همدې حال کې د شمال زون د سرحدي ځواکونو قوماندان میر نعیم حیدري وايي چې دا ګزمې د ازبکستان د پوځي او جنګي کښتیو په واسطه د امو سیند په صفري نقطو کې دوامداره توګه ترسره کېږي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه:

"هر هغه عمل چې په امو سیند کې ترسره کېږي، زموږ په هغمږۍ دا کار کېږي، په هر صورت باید ووایم چې دا پوځي ګزمې په متواتر او دوامداره توګه دي او موږ داسې ګزمې نشو ترسره کولی."

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد وايي چې د امو سیند سواحلو ته امنیتي ګواښ مخ په زیاتېدو دی او افغان سرحدي ځواکونه هم د جنګي وسایلو له کموالي او د نظامي کښتیو له نشتون سره مخ دي.

په شمال زون کې د سرحدي ځواکونو قوماندان د ښاغلي منیر د خبرو په تایید سره زیاتوي چې په کراتو یې له مرکزي حکومت څخه د پرمختللو جنګي وسایلو او نظامي کښتیو غوښتنه کړې خو تر دمه د دوی دا ستونزه نه ده حل شوې.

میر نعیم حیدري له افغان ځواکونو سره د وراته جنګي کښتیو نشتون او په امو سیند کې د پوځي ګزمو د ترسره کولو نه وړتیا له خپلو عمده ستونزو څخه په ګوته کوي.

هغه وویل:

"دی وايي؛ زموږ اساسي ستونزې د کښتیو نشتون، د شپې لخوا د ګزمو ترسره کولو لپاره د توربینونو نه موجودیت دی، موږ په کراتو دا غوښتنه ترسره کړې خو موږ ته دا وسایل نه دي راکړل شوي او هیله لرو چې دا وسایل ژر ترلاسه کړو."

باید زیاته کړو چې دری ورځې د مخه د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د هېواد په مختلفو سیمو کې داعش ته د اړوند پوځيانو د حضور په اړه اندېښنه وښوده، او ویې ویل داعشیان او تروریستان د پاکستان له چترال سیمې څخه بدخشان ته را اوړي او بیا د شمال زون په نا امنه کولو سره غواړي منځنۍ اسیا ته لوی امنیتي ګواښ ورپېښ کړي.

د یادولو ده چې امو سیند د مرکزي اسیا له لویو او معروفو سیندونو څخه شمېرل کېږي چې په افغانستان کې د بدخشان له لوړو غرونو څخه سرچشمه نیسي او د افغانستان په شمال کې له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله هم برابروي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG