د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

بلخ کې د امو سیند د اوبو زیاتوالي سلګونه کسان بې‌کوره کړي


د بلخ ولایت د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د امو سیند د اوبو زیاتوالي د دوی د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.

د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ د تطارق او آرق‎باتور کلیو اوسېدونکي وايي چې سږ کال د امو سیند اوبه تر دې کچې زیاتې شوي چې د دوی د زراعتي ځمکو د ویجارېدو ترڅنګ‎یې د دوی کلینیکونه، ښوونځي او د استوګنې کورونه هم متضرر کړي دي.

د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي رحیم وايي:

"زموږ سیمه کې تر دې دمه ۱۰۰ کورونه د اوبو د پورته کېدو له امله تخریب شوي او خلک مجبور دي چې له خپلو سیمو کډه وکړي او فعلًا سر پناه نه‎لري."

د شورتپې اوسېدونکي وايي چې په امو سیند کې د ازبکستاني نظامي کښتیو ګزمو او په اوبو کې ‎یې لنګر اچولو هم اوبه طغیاني او پورته کړي چې په خبره‎یې، د دوی د زراعتي ځمکو تخریب‌یې دوه برابره زیات کړی دی.

د آرق‎باتور کلي اوسېدونکی ملا عبدالرشید‎ یې په اړه وايي:

" په آمو سیند کې د ازبکستان د نظامي کښتیو تګ راتګ او په اوبو کې‎ یې لنګر اچونې د افغانستان لوري ته د زراعتي ځمکو تخریب زیات کړی او دولت هم تر دې دمه یادې موضوع ته جدي پاملرنه نه‎ده کړې."

د بلخ د ولایتي شورا استازی هاشم عظیمي چې څه موده وړاندې د شورتپې او کلدارې ولسوالیو ته د امو سیند د اوبو د تخریب د وضعیت څېړلو لپاره تللی و، وايي چې هر کال د اوبو زیاتوالی سلګونه جریبه زراعتي ځمکه تخریبوي او له جوزا تر سنبلې میاشتې د اوبو د پورته کېدو کچه دوه برابره لوړېږي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی هاشم عظیمي
د بلخ د ولایتي شورا غړی هاشم عظیمي

د ښاغلي عظیمي په خبره چې د امو سیند د اوبو د ستونزې حل میلیونونه ډالرو ته اړتیا لري، تر څو د سیند سواحل یا غاړې تحکیم شي.

عظیمي وویل چې دولت په تېره یوه نیمه لسیزه کې یادې موضوع ته پام نه‎دی کړی او د امو سیند د اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ویجاړیو مسئله لا بنیادي نه‎ده حل شوې.

هاشم عظیمي وايي چې ازبکستان لوري ته د امو سیند څنډې کلکې شوي او د اوبو لنګر‌ یې د افغانستان لوري ته یو نیم کېلو متر خاوره له اوبو سره لاهو کړې.

هغه په دې اړه وویل:

"د ازبکستان لوري ته د آمو سیند څنډې تحکیم شوي، تر دې دمه د افغان خاورې یو نیم کېلو متر ځای د سیند له اوبو سره یوځای شوی، د خلکو زراعتي ځمکې او د استوګنې ځایونه په کلدارې او شورتپې ولسوالیو کې تخریب شوي دي."

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

بل‎خوا د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم ازادي راډیو ته ویلي چې د امو سیند د سواحلو تحکیم او د ویجاړیو مخنیوی یوې لویې بودجې ته ضرورت لري چې تر دې دمه مرکزي دولت دوی ته په اختیار کې نه‌ده ورکړې.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG