د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۰۹

چارواکي: غزني کې درې ملکیان او یو سرتېری وژل شوی


د غزني ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې نن د سې شنبې په سهار د دغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کي په دوو بېلابېلو پېښو کې د یوه سرتېري په ګډون درې ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي امان‎الله کامراني نن ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لیوني بازار په سیمه کې وسله‎والو طالبانو د ملي اردو پر یوه کاروان برید کړی چې پر مهال يې یو د ملي اردو سرتېری او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل چې په یاده سیمه کې د ملکي کسانو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه هم شوې چې یوه نجلۍ په‎کې وژل شوې او یو شمېر ښځې او ماشومان ټپیان شوي، خو کره شمېره يې نه‎ده معلومه.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د والي ویاند خالد بهار نښته تائیدوي، خو وايي چې د دوی لوري ته په‎کې مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې او یوازې یو طالب وسله‎وال په‎کې ټپي شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

غزني د افغانستان له هغو ولایتو څخه دی چې په دې وروستیو کې ترې د ناامنیو خبرونه ډېر خپرېږي.

XS
SM
MD
LG