د لاسرسي لېنکونه

د سوریې پوځ د خپل هېواد په جنوب کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ


د سوریې پوځ د خپل هېواد په جنوب کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ او ویې‌ویل چې دا اعلان د پخلاینې د هڅو د ملاتړ لپاره کوي.

ټاکل شوې ده چې نن سې شنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې تازه خبرې پیل شي.

د سوریې دولتي رسنیو د استانې تر خبرو یوه ورځ وړاندې د اوربند د اعلان په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، دا اوربند چې په وروستیو دوو اوونیو کې دوهم دی، د جنوب پر درعا، القنیطرة او سوېدا ولایتونو اغېز لري.

د سوریې د حکومت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:

"د دې لپاره چې د سولې د بهیر او د ملي پخلاینې ملاتړ وشي د شپې له ۱۲ بجو د جولای تر شپږمې اوربند اعلانېږي."

د قزاقستان په استانه کې د سوریې د سولې خبرې د روسیې او ترکیې په منځګړیتوب کېږي.

XS
SM
MD
LG