د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۱

پکتیا کې د صنعتي پارک زر جریبه ځمکه پر سوداګرو وېشل کېږي


په پام کې ده چې په پکتیا کې ډېر ژر د صنعتي پارک زر جریبه ځمکه پر سوداګرو ووېشل شي.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه تر اوسه ۴۰۰ سوداګرو خپل غوښتنلیکونه د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې ته سپارلي دي.

ښاغلی عالمیار وايي چې د پکتیا سوداګرو ته په صنعتي پارک کې د ځمکې وېش به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي چې په دې سره به په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو صنعت هم وده وکړي.

XS
SM
MD
LG