د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۴۹

بلخ کې د ولسي پاڅون ۱۳ غړي د طالبانو په حمله کې وژل شوي


د بلخ چارواکي وايي، د ولسي پاڅون ۱۳ غړي د وسله‎والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد ازادي راډيو ته وويل، دغه پاڅونوال نن یکشنبه په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته روان وو.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"د ولسي پاڅونوالو يوه ډله چې د چمتال او چهاربولک ولسواليو په مربوطاتو کې له دېره امنيتي قواوو سره د مرستې لپاره روان وو، د چمتال په مسجد سفېد سيمه کې د دښمن پر کمين ور برابر شول."

دغه ولسي پاڅونوال د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې له سخت دريځو وسله‎والو د سيمې د خونديتوب لپاره تشکيل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو د دې حملې مسؤليت منلى دى.

XS
SM
MD
LG