د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

په پاکستان کې د انسان د وجود غړي خرڅېږي


شتمني او بې وزلي هغه څه دي چې په پاکستان کې یې د پښته ورګو غیر قانوني خو ګټور تجارت ته لار هواره کړې ده.

د فرانس پرېس اژانس په باور، کله چې پاکستاني مسؤلین روان میلادي کال د لاهور ښار یوه روغتون ته ورننوتل، ویې لیدل چې ډاکټران په غیر قانوني ډول د بډوډو په پیوند بوخت دي.

د دې عملیاتو پر مهال هم د پښته ورګو پلورونکي او هم د هغو اخیستونکي چې د عمان و، بې هوشه پراته وو.

له دې پېښې را وروسته په پاکستان کې د بډوډو د غیر قانوني تجارت پر ضد هڅې جدي شوې.

پخوا پاکستان په نړۍ کې د غیر قانوني پښته ورګو د خرڅلاو مهم مرکز و.

د دې هېواد روغتیایي چارواکي وایي چې دوی نه شي کولی د دې سوداګرۍ مخه ونیسي.

د دې چارواکو په وینا په دې برخه کې کلکه سیاسي او اغیزمنه اراده نه شته.

په پاکستان کې د بدن د غړیو پر ورکړې بندیز نه شته خو شرط یې دا دی چې له پیسو او زوره پرته په خپله خوښه څوک دا کار وکړي.

پاکستاني ملایان د بدن د غړیو ورکړه د اسلام له نظره سمه ګڼي.

خو کتونکي وایي چې دغې اجازې دې ته لاره هواره کړې ده چې په پاکستان کې شتمن خلک د نړیوالې مافیا په مرسته له میلیونونو بېوزلو کسانو د وجود غړي واخلي او ګټې پرې وکړي.

په پاکستان کې پښته وردګي دومره ارزانه دي چې له سمندره پورې غاړه له خلیج هېوادونو، افریقا او بریتانیا خلک پسې دغه هېواد ته ځي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دغه ډول سوداګري په پټه کېږي خو په پاکستان کې ښکاره روانه ده.

په پاکستان کې دغه سوداګري په ښکاره روانه ده.
په پاکستان کې دغه سوداګري په ښکاره روانه ده.

د فرانس پرېس اژانس خبریال په څو دقیقو کې د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې په روغتون کې د ۲۳ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وتوانېده چې د بډوډو پلورونکی پیدا کړي او د پاکستان د دولت موافقه هم د روغتون د چارواکو په مرسته ترلاسه کړي.

په پاکستان کې د وجود د غړیو د پیوندیدو اداره یا ( HOTA ) وایي، کله چې د غړیو ورکوونکي خپله په خپله خوښه چمتو وي، دوی هیڅ نه شي کولی.

د سند ایالت د یورولوژي او د ګردو د پیوند د انسټیټیوټ په وینا هرکال په پاکستان کې د شاوخوا پنځه ویشت زره کسانو بډوډي له فعالیته لوېږي چې څه باندې دوه په سلو کې بریالي کېږي چې نورې ګردې ورته پیوند شي.

XS
SM
MD
LG