د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۶

سرچینه: بلخ کې یوه افغان سرتېري ۴ بهرني سرتېري وژلي


د بلخ په شاهین قول اردو کې یوه افغان کمانډو سرتېري پر بهرنیو سرتېرو باندې ډزې کړي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل دغه پېښه چې نن تر ماسپښين وروسته رامنځته شوې څلور بهرني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته پېښه تائید کړه خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.

په بلخ ولایت کې د جرمني هېواد سرتېري مېشت دي او افغان ځواکونو د روزنې پروګرام مخته وړي.

XS
SM
MD
LG