د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

هندوستان او پاکستان د کرکټ پايلوبې ته شېبې شماري


پاکستان او هندوستان د یکشنبې په ورځ د کرکټ نړيوالې شورا د ٢٠١٧مېلادي کال د اتلانو جام د ګټلو لپاره پايلوبه کوي.

د کرکټ دغه دواړه رقيب ټيمونه به د لندن په اوول ميدان کې په پايلوبه يا فاينل کې سره د مقابلې ميدان ته وځي.

دا د ٢٠١٧مېلادي کال د کرکټ د نړيوالې شورا يا ICC د اتلانو جام مسابقه ده چې ۵۰ اورونه لري، يا په بله اصطلاح يو ورځنۍ ده.

هندوستان لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې په نړيوالو ټورنمنټونو کې د پيل مسابقې ګټلې دي.

هندوستان له پاکستان څخه خپله لومړۍ مسابقه چې دوه اوونۍ مخکې د جون پر څلورمه شوې وه، د ١٢٤ منډو په توپير ګټلې وه.

ويل شوي چې يوازې په پاکستان کې د هندوستان او پاکستان تر منځ اوله مسابقه شا او خوا ۵٠ مېليونه کسانو له ټلويزيونو کتلې ده، خو په پاکستان کې د يکشنبې د پايلوبې د کتونکو شمېر به دوه برابره شي.

د پاکستان او هندوستان تر منځ اوله مسابقه چې دوې اوونۍ مخکې شوې وه، په هندوستان کې د سټار انډيا په حواله، ٢٠١ مېليونه کسانو کتلې وه، خو پايلوبه به تر دې زيات کسان ګوري.

د پاکستان بالنګ روزونکي ازهر محمود وويل:

"له دواړو هېوادونو تمې زياتې دي، دواړه ملتونه له کرکټ سره لېونۍ مينه لري، دا به يوه ښه مسابقه وي، موږ هم غواړو ويې ګټو، دوى هم، راځئ هيله ولرو چې بهترين ټيم ګټونکى شي."

د هندوستان د ټيم لوبډل مشر ويرات کوهلي ويلي چې په خپل ټيم کې به زيات تغييرات رانه ولي.

دا پرېکړه ځکه مناسبه ښکاري چې د هندوستان په ټيم کې درې غوره توپوهونکي شته، لکه شيکار داون، روهيت شرما او په خپله ويرات کوهلي.

XS
SM
MD
LG