د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

هندوستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو د ICC د اتلانو جام پاېلوبې ته ووت


د هندوستان د کرکټ ټیم د «ICC» اتلانو جام په دویمه نیمه پای لوبه کې د بنګله دېش کرکټ ټیم ته ماتې ورکړه او ددغه جام پای لوبې ته ووت.

د هندستان او بنګله دېش د کرکټ ټیمونو ترمنځ دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په برمنګهم ښار کې وشوه چې د هندوستان پکې بنګله دېش ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې پچه هندوستان وګټله، خو کپتان ویرات کوهلي لومړی بنګله دېش ته د لوبې بلنه ورکړه او بنګله دېش ټیم په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۴ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه.

د هندوستان کرکټ ټیم د بنګله دېش له خوا ورکړل شی هدف په ډېره اسانۍ یوازې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو په ۴۱ اوور کې پوره کړ او د اتلانو جام پای لوبې ته ووت.

هندي لوبغاړو روهیت شرما.
هندي لوبغاړو روهیت شرما.

د اتلانو جام په دویمه نیمه پایلوبه کې هندي لوبغاړو روهیت شرما او کپتان ویرات کوهلي په زړه پورې لوبه وکړه.

روهیت شرما په ۱۲۳ او ویرت کوهلي د ۹۳ منډو په جوولو ناسوځېډلي «ناټ اوټ» پاتې شول.

د یاد ټیم یوازې یو لوبغاړی شیکر دهون تر ۴۶ منډو جوړولو وروسته د مشرفي مرتضا په بال کیچ اوټ شو.

په هندي توپ اچوونکیو کې بومرا، بونشور کمار او جادویو د بنګله دېش ۲ـ۲ـ او جدیجا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې مخکې د بنګله دېش کرکټ ټیم لوبغاړو د هند د توپ اچوونکیوپه وړاندې ښه لوبه وکړه او د خپل ټیم مجموعي منډې یې تر ۲۶۴ ورسولې.

د بنګله دېش ټیم له خوا تمیم اقبال تر ټولو ډېرې ۷۰، مشفقر الرحیم ۶۱ او کپتان مشرفي مرتضا ۳۰ منډې جوړې کړې، خوله دوی پرته نورو لوبغاړو د هندي توپ اچوونکیو وړاندې مقاومت ونه ښود.

د هندوستان کرکټ ټیم به د راروانې یکشنبې په ورځ له پاکستان سره د اتلانو جام په پاېلوبه کې مخامخېږي.

پاکستان تېره ورځ په لومړۍ نیمه پاېلوبې کې کوربه ټیم انګلستان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو پاېلوبې ته وتی و.

د پاکستان او هندوستان کرکټ ټیمونه څو ورځې وړاندې د اتلانو جام په یوې لوبه کې سره مخامخ شوي و چې هندوستان پکې پاکستان ته په ۱۲۴ منډو ستره ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هندستان کرکټ ټیمونه روايتي رقیبان بللی کېږي او دا لومړی ځل دی چې دغه ټیمونه د اتلانو جام په پای لوبه کې سره مخامخېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG