د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

بګټى: داعش په بلوچستان کې هېڅ منظم حضور نه‌لري


بلوچستان ايالت له تېرو ۱۱ کلونو ناارامه دى، په دې ايالت کې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان، وسله‎وال طالبان او سُني وسله‎واله ډلې فعالې اوسېدلې دي، خو په دې وروستيو کې داعش وسله‎والې ډلې هم په ځينو تروريستي بريدونو کې لاس لرلى دى.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټى وايي، د خپلواکۍ غوښتنې مقاومت يې اوس تر ډېره ځپلى، خو د مذهبي افراطيت په وړاندې جګړه يې لا دوام لري.

د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټي
د بلوچستان د داخله چارو وزير مير سرفراز بګټي

نوموړی وايي:

"د امنيت په برخه کې لا له دوه ډوله چېلنجونو سره مخامخ يو، يو د مذهب پر نامه او بل د ملتپالنې په نامه ترهګري ده چې په بلوچستان کې له ډېرو کلونو روانه وه، د ملتپالنې په نامه ترهګري مو تر ډېره ځپلې ده، خو د مذهبي ترهګري خطر يوازې بلوچستان ته نه‎دى دا نړيواله پديده ده او موږ د ترهګرۍ پرضد لويه جګړه کوو او ډېرې کاميابۍ مو هم تر لاسه کړې دي، نن د ترهګرو خوندي ځايونه په پاکستان کې نه‎شته، د پاکستان تر پولو دباندې دي."

داعش وسله‎والې ډلې په تېرو ورځو د دوو تښتول شويو چينايي اتباعو د تښتونې او وژنې مسؤليت ومانه، خو سرفراز بګټى اوس هم دا نه مني چې داعش وسله‎واله ډله دې په بلوچستان ايالت کې خپل مرکزونه ولري او يا دې منظم فعاليت کوي.

په دې اړه بګټي زیاتوي:

"زه اوس هم وايم چې د بلوچستان په هېڅ يوه برخه کې د داعش منظم حضور نه‎شته، په مستونګ کې چې په عملياتو کې کوم ترهګر و وژل شول، د هغوى اړيکې له داعش سره افشا شوې دي، خو دوى خپله له لښکرِ جنګوي- العالمي ډلې سره تړاو درلود. د چينايي اتباعو وژنه خو ٩٩ فيصده له هغې ويډيو څرګنده ده چې ترهګرو دوى وژلي دي، خو موږ په سيمه کې د دوى په مړيو پسې پلټنه کوو چې مړي يې ترلاسه کړو بيا به يې په اړه معلومات خپاره کړو."

سرفراز بګټي پرون مازيګر په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې امنيتي ځواکونو يې وړمه ورځ د کوټې په غربي سيمه کې د يوه خپلواکي غوښتونکي سازمان بي ايل اې دوه قوماندان په نښته کې و وژل چې وايي، يو نذرمحمد نومېږي په بيورغ مشهور وو او بل محمدجان نومېږي چې په چوټا ليلا مشهور وو.

بګټي تور پورې کړ چې وايي، له دوى په ترلاسه کړيو موبايل ټیليفونونو کې يې شواهد تر لاسه کړي چې دغه وسله‎وال په افغانستان کې روزل شوي وو:

"کوم ثبوتونه مو چې ترلاسه کړي، له هغوى څخه په افغانستان کې د دوى د روزنې شواهد او د تروريستي بريدونو د ويډيوګانو شواهد مو ترلاسه کړي، په بلوچستان کې د ورانکارۍ په اړه د «را» او «افغان ملي امنيت» د لاسوهنې ډېر شواهد مو ځینې ترلاسه کړي دي، دوى هم بيا افغانستان ته د تلو هڅه کوله چې د ترهګرۍ نوې پلانونه جوړ کړي. "

د سرفراز بګټي د تازه لګېدليو تورونو په اړه مې په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند وپوښت.

نوموړي ازادي راډيو ته په يوه ليکلي پيغام کې وويل:

"افغان دولت دا تورونه په کلکه ردوي، دا الزامات هېڅ حقیقت نه‎لري، دا افغانستان او ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ترهګر چېرې دي، د طالبانو لپاره چندې چېرې جمع کېږي، هیله ده چې دا ښاغلی حقیقت درک کړي، د بې ځایه الزاماتو پرځای باید د ترهګرو د پناه ځايونو او مراکزو په ضد- چې د ډیورند کرښې دې غاړې ته دي- اقدام وشي."

د يادونې وړده چې د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير او د امنيتي ځواکونو مشرانو تر دې پخوا هم په وار- وار تور پورې کړى چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وسله‎وال طالبان او خپلواکي غوښتونکي بلوڅان د افغان استخباراتو په مرسته په بلوچستان کې د ورانکارۍ لپاره را لېږل کېږي، خو افغان حکومت يې تل دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG