د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

بګټى: چينايي ښوونکي وژل شوي، خو مړي مو يې نه دي تر لاسه کړي


د مې پر څلرويشتمه د کوټې له «جناح ټاون» سيمې د دوو چينايي ښوونکيو- يوې ښځې او سړي- د تښتونې مسؤليت چا نه وو منلى، خو داعش وسله والې ډلې پرون د اعماق خبري اژانس له لارې د دغو دواړو چينايانو د وژنې مسؤليت پر غاړه واخيست او يوه لنډه وېډيو يې خپره کړه چې د شپې په تياره کې په کوم غره کې جوړه شوې او پکې وژل شوي چينايي اتباع په وينو سره ښکارېږي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يونګ پرون ويلي چې د خپلو دوو تنو د وژنې خبر يې تر لاسه کړى، خو په دې اړه يې له پاکستاني مقاماتو بشپړ معلومات غوښتي دي.

چون يونګ د چيني دولتي خبري اژانس سينهوا ته ويلي دوى د خپلو اتباعو د وژنې په اړه زښته ډېر اندېښمن دي، ځکه چې وايي له څو ورځو راهيسې يې د هغوى د را خوشي کولو لپاره هڅې کولې.

پاکستاني چارواکو په رسمي توګه د دوى د مړينې خبر نه دى تائيد کړى او نه يې هم تر اوسه د دوى مړي تر لاسه کړي دي، د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير ميرسرفراز بګټى وايي:

"دا وېډيو ما هم کتلې ده او په ښکاره داسې ښکارېږي چې له بده مرغه دوى وژل شوي دي، خو دا پېښه هغه تائيدولاى شو چې موږ د دوى مړي تر لاسه کړو، تر اوسه موږ د دوى د مړيو په تر لاسه کولو کې ناکامه يو."

داعش ډلې د دغو چينايي وګړو د وژنې خبر وروسته له هغه خپور کړ چې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې پر خپله ويبپاڼه د مستونګ په اړه د وروستيو درې ورځنيو عملياتو تفصيل خپور کړ.

اى ايس پي ار پخپله اعلاميه کې ادعا کړې وه چې د مستونګ د «سپلنجي» سيمې په «کوهِ ماران» غره کې يې په وروستيو عملياتو کې د دوو ځانوژونکو په شمول دوولس وسله وال وژلي چې وايي له «لښکرِجنګوي-العالمي» ډلې سره يې تړاو درلود او په سيمه کې يې د «داعش» ډلې لپاره د فعاليت زمينه برابروله.

بکټي: د وژل شویو چینايي ښوونکو مړي لا نه دي تر لاسه شوي.
بکټي: د وژل شویو چینايي ښوونکو مړي لا نه دي تر لاسه شوي.

څېړونکي وايي کېداى شي چې داعش وسله والو دغه چينايان په مستونګ سيمه کې د هغو عملياتو په عکس العمل کې وژلي وي چې پاکستاني پوځ پکې د دوولسو تنو د وژلو ادعا کړې ده.

سرفراز بګټى وايي د وژل شويو چينايي اتباعو په مړيو پسې يې پلټنه پيل کړې ده:

"له کومه ځايه چې مو د تښتوونکو موټر تر لاسه کړى او په کوم ځاى کې چې په وسله والو پسې عمليات شوي وو، په هماغه سيمه کې پلټنه کوو، زموږ لېويز عسکر، ملېشه سرتېري او پوليس ورپسې ګرځي، هرکله مو چې د دوى مړي وموندل بيا به يې تثبيت کړو."

اټکل شوې ده چې په بلوچستان کې د ۴٦ ميليارده ډالرو په لګښت د چين پاکستان اقتصادي لارې د سترې پروژې لپاره د دې ايالت ګوادر او مرکز کوټې ته زيات شمېر چينايان راشي چې په بېلابېلو برخو کې به کار کوي، خو د دغو دوو چينايي کسانو تښتونې او وژنې وار له مخه ډار خپور کړ او د هغوى د امنيت په اړه يې اندېښنې را پورته کړې.

د يادونې وړ ده چې په کوټه کې د لسو په شااوخوا کې چينايي مېرمنو او سړيو په يوه شخصي اکاډمۍ کې د چينايي ژبې درس ورکاوه او پخپله يې اردو ژبه زده کوله چې له هغوى څخه درې تنه دوې مېرمنې او يو سړى دوې اوونۍ وړاندې د سودا اخيستلو لپاره دباندې را وتلي وو او په يوه موټر کې سپاره وسله وال ورته و درېدل، يوه ښځه او يو سړى يې وتښتول، خو يوه ښځه يوه لاروي ځنې و ژغورله.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG