د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

نامعلومو کسانو له کوټې دوه چیني ښوونکي تښتولي


د چهارشنبې په ماسپښين د کوټې ښار په «جناح ټاون» سيمه کې درې تنه چينايان چې دوه‌يې ښځې او يو سړى و بازار ته په سودا پسې راوتلي وو او له هغه ځايه بېرته د ستنېدو په حال کې وو چې په يوه موټر کې سپاره کسان ورته ودرېدل او د وسلو په زور يې د دوى د تښتولو هڅه وکړه.

پوليس وايي، هلته څېرمه يوه سړي د دغو چيني اتباعو د خوشې کولو هڅه وکړه، خو وسله‎وال هغه کس په پښه وويشت چې په دې حال کې يوه چینايي مېرمن د وسله‎والو له منګولو خلاصه شوه، خو يوه ښځه او يو سړى يې له ځانه سره په موټر کې نامعلوم ځاى ته وتښتول.

د وسله‎والو له منګولو د چینايي تبعې د خوشې کوونکي عبدالظاهر ورور رسنيو ته وويل:

"ورور مې دفتر ته روان وو، مخ ته په يوه موټر کې د ناستو کسانو تر منځ منګولې وې، ورور مې له موټره ورښکته شوى او د دغو کسانو د تښتونې مخه‌يې نيولې، هغوى ته‌يې ويلي چې دا کسان ولې په زوره موټر ته خېژوئ، هغوى ورته ويلي چې موږ د پوليسو د استخباراتي ادارې کسان يو، ورور مې ورته ويلي چې که داسې وي نو خپل کارډونه راښکاره کړئ، تر دې منځ يو سړى راښکته شوى او زموږ ورور يې پر پښو ويشتلى او تښتېدلي دي."

د کوټې د پوليسو يوه مشره اعتزاز ګورايه رسنيو ته وويل چې دغو تښتول شويو چینايانو له څه مودې راهيسې په کوټه کې د ژبې ورښوولو په يوه اکاډمۍ کې چيني ژبه ورښووله او د ښار په جناح ټاون سيمه کې يې استوګنه کوله.

دوی وايي، دوى به د کوټې ښار سيمه‌ييزې جامې اغوستلې، خو د چهارشنبې په مازيګر نامعلومو کسانو د وسلو په زور وتښتول چې تر دې مهاله‌يې لا د دوى د تښتونې په تور څوک نه‌دي نيولي.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زهیري د دې پېښې په تړاو د اړوندې سيمې د دوو پوليس افسرانو دندې ځنډولي او د چیني اتباعو د تښتونې پېښه‌يې د دوى غفلت بللى دى.

د تښتول شويو چینايانو د تښتونې هدف څرګند نه‎دى او نه‌يې هم تر اوسه چا د تښتونې مسؤليت منلى دى.

هلته په اسلام‎اباد کې د چېن سفارت هم دا پېښه تائيد کړې او رسنيو ته‌يې ويلي چې دوى د بلوچستان له حکومت سره په تماس کې دي او د خپلو اتباعو د راخوشې کولو لپاره ګړندۍ هڅې کوي.

د يادونې وړ ده چې وروسته له هغه چې د چین ولسمشر شي جين پېنګ له پاکستاني صدراعظم نواز شريف سره د چین ګوادر اقتصادي لارې تړون لاسليک کړ، تر هغه وروسته په ګوادر بندر کې زيات شمېر چینايان د پروژې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت شول او ورسره سم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د چیني ژبې د زده‎کړې کورسونه پيل شول چې په دې لړ کې يو شمېر چینايان په کوټه کې هم چیني ژبه ورښيي او دا لومړى ځل دى چې له داسې پېښې سره مخامخ شول.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG