د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د بلوچستان په ږوب کې عيسويان وايي د هديرې ځمکه‌يې غصب شوې


د پاکستان د بلوچستان ایالات په ږوب سيمه کې له اوږدې مودې راهيسې ګڼ شمېر عيسويان او هندوان ژوند کوي او کله چې يې خپل خپلوان مړه شي نو د ږوب ښار په څنډه کې د مسلمانانو لويې هديرې ته څېرمه‌يې په‎ خپله هديره کې خښوي.

خو په وروستيو کلونو کې چې د ږوب ښار ابادي زياته شوې، د دوى هديره هم راتنګه شوې او ځايي خلکو ورباندې شااوخوا کورونه جوړ کړي دي.

اقبال مسيح هم د ږوب يو عيسوی دى، دى وايي دوى چې د اقليت په توګه ژوند کوي، نو که څوک هر ډول ظلم ورسره کوي څوک‌يې غږ نه‌اوري.

اقبال مسيح وايي، د دوى پلار او نيکه‌يې هم د ږوب په هديره کې خښ دي، خو اوس‌يې هديره ورځ په ورځ راتنګېږي او په دې اړه‌يې ځايي چارواکو ته شکايت هم کړى، خو ستونزه‌يې نه‎ده حل شوې.

نوموړی وايي:

"زموږ هديره دې محفوظه کړي، ځکه دا خو اوسنۍ هديره نه‎ده، د انګرېزانو له وخته زموږ خلک په‎کې خښ دي، له هغه وخته موږ خلک په‎کې خښوو، هغه وخت نقشې نه‎وې هغه مشران مو مړه شول موږ خو وروسته پيدا شوي يو، نو هغه وخت مو د هديرې څنګ ته خوړ وو، موږ به هڅه کوله چې مړي پاس خښ کړو او له خوړ بچ شي، هغه خاکونه پاتې دي چې پاس او په منځ کې دي، کوم چې پر څنګ وو هغه خوړ وړي دي او کوم دېوال چې مو ورباندې راګرځولى هغه هم خلکو نړولى دى."

په ږوب کې د عيسويانو يو مشر جاويد مسيح چې د ښاروالۍ په شورا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‎خوا د عيسويانو غړى هم دی وايي چې د خپلې هديرې د ځاى د نشتوالي په اړه‌يې په وار وار حکومت ته شکايتونه او احتجاجونه کړي، خو هديره‌يې د ځمکې د مافياوو په قبضه کې ده او اوس دومره ځمکه ور پاته نه‎ده چې خپل مړي په‌کې خښ کړي.

دی زیاتوي:

"زموږ پر هديره خلکو ناجايزه قبضه کړې ده، حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي او په‎خپله دې وګوري چې خلکو بېخي زياتې قبضې کړې دي او د هديرې د نقشې په دننه ځاى کې کورونه جوړ کړي دي، موږ وزيرانو ته هم ويلي دي، عدالتونو ته هم تللي يو، احتجاجونه مو هم کړي دي خو له موږ سره هېڅ مرسته نه‎ده شوې. دوه درې کاله وروسته به دومره ځاى نه‎وي چې موږ خپل مړي په‎کې خښ کړو، بيا به‌يې يا سوځوو يا به تېزاب پرې اچوو يا به‌يې د ږوب درياب ته اچوو، دلته دومره لوى درياب نه‌شته چې مړي يوسي، مړي به مو په کوړمانو کې ګرځي، بله چاره نه‎لرو."

د ږوب سيمې ښاروال عبدالسليم مندوخېل وايي، د عيسويانو د هديرې له ستونزې خبر دى، خو تور پورې کوي چې په دې کې خپله د دغو عيسويانو خلک هم د ځمکې له مافيا سره ملګري دي او پيسې اخلي.

ښاغلى سليم مندوخېل وايي، تر خپله وسه هڅه کوي چې عيسويانو ته د دوى د پخوانۍ هديرې ځمکه ورکړل شي.

ښاغلی مندوخېل وايي:

"له زمانو چې زما يادېږي دغو عيسويانو ته ځمکه ورکړل شوې ده او دا ځمکه د ښاروالۍ ده، خو په ږوب کې د ځمکې مافيا ډېره زوروره ده، واقعي د دوى ځمکه قبضه شوه او دوى ماته شکايت وکړ، بيا زه ورغلى يم ځمکه مې يې کتلې ده، د انتظاميې چارواکي مې وروستي دي، نو که دوى بيا راشي زه ورسره د ځمکې په ژغورلو کې ضرور ملګرتيا کوم."

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په اکثرو پښتني سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې عيسويان او هندوان ژوند کوي چې ډېر لږ يې تجارت کوي، نور اکثر يې تر اوسه له ښارواليو سره د ښارونو د پاکۍ په چارو کې کار کوي، خو دوى وايي چې اوس نه د پخوا غوندې په ازادۍ سره خپل مذهبي مراسم تر سره کولاى شي او نه د عامو خلکو غوندې په هره برخه کې د ژوند اسانتياوې لري.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG