د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

ږوب: ځانوژونکي بريد د ۳ سرتېرو په شمول شپږ ټپيان کړي


د بلوچستان په ږوب سيمه کې د پوځي چاوڼۍ په دروازه کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې د دوو ماشومانو په شمول څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي. چاودنه ځانوژونکى بريد بلل شوى چې مسووليت يې پاکستاني وسلوالو طالبانو منلى دى.

د جمعې په ماسپښين د کوټې ښار شمال لور ته د بلوچستان په ږوب سيمه کې يوه زوروره چاودنه وشوه چې په سيمه کې تر لرې- لرې پورې اورېدل شوې او په نتيجه کې يې څو تنه ټپيان شوي دي. د ږوب د پوليسو يو مشر زاهد افضل رسنيو ته ويلي چې چاودنه د ږوب بازار شمال لور ته د پوځي چاوڼۍ په دروازه کې شوې ده چې په نتيجه کې يې درې امنيتي سرتېري، يو لاروى او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

پوليس مشر وايي دا ځانوژونکى بريد وو، وايي له بارودو په ډک موټر کې سپاره بريد کوونکي غوښتل چې پوځي چاوڼۍ ته ننوځي، خو د چاوڼۍ پر لويه دروازه چې د تالاشۍ لپاره ودرول شو، نو هغه ځان وچاودئ او زوروره چاودنه وشوه.

په چاودنه کې ټپي کسان سمدستي د ږوب نظامي روغتون ته وړل شوي چې ويل کېږي د دوو ټپي سرتېرو حالت پکې د اندېښنې وړ دى.

د دې چاودنې مسووليت د پاکستاني وسلوالو يوې ډلې چې ځان مسود طالبان بولي منلى دى او ويلي يې دي چې دا ځانوژونکى بريد د دوى يوه تن کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ هم په کوټه کې وسلوالو پر پوليسو حمله کړې وه او څلور پوليس يې وژلي وو. دا په يوه مياشت کې پر پاکستاني امنيتي سرتېرو څلورم وسلوال بريد دى چې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG