د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

نړیوال بانک افغانستان سره ۱۸۹ میلیونه ډالره تشویقي مرسته وکړه


د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې یاد وزارت د عوایدو زیاتوالي، تشکیلاتي اصلاحاتو، د مالیاتو سم مدیریت، د مرستو اغېزمنتیا او ولایتي بودجې کې د لازم اصلاحات راوستی چې په بدل کې یې نړیوال بانک ورسره یوه اندازه مرسته وکړه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه مرستې به د ملي بودجې له لارې ولګول شي.

د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي
د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي

نوموړی وايي:

"تېره ورځ موږ ۱۸۹ میلیون ډالر مرستې ترلاسه کړې دا پیسې به د افغانستان ملي بودجې له لارې د خلکو او حکومت لومړیتوبونو ته په پام سره په بېلابېلو برخو کې ولګول شي."

نړیوال بانک د افغانستان مالیې وزارت سره د تشویقي مرستو یو پروګرام پیل کړی چې د اصلاحاتو په بدل کې به نړیوال بانک له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې ۹۰۰ میلیونه ډالره تشویقي مرستې کوي.

مالیې وزارت وايي چې یاد بانک تر اوسه له دې وزارت سره ۵۵۰ میلیونه ډالرې مرستې کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وايي، تر شرایطو لاندې تشویقي مرستې د فساد په مخنیوي کې ګټورې تمامېدای شي.

د دغه کمېسیون منشي کمال ساپي ازادي راډیو ته وویل، دا ډول مرستې په مجموع کې په ټولو بودجوي واحدونو مثبت اغېز کوي او د دوی پام به اصلاحاتو او او ښو خدمتوتونو وړاندې کولو ته را وګرځوي.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"دا ډول تشویقي پیسې چې ځینو ارګانونو ته د اصلاحاتو په بدل کې د ستایلو لپاره ورکول کېږي، په مجموع کې په ټولو بودجوي واحدونو باندې مثبت تأثیر کوي او د ټولو پام د بودجې سالم مصرف ته را اړوي چې په دې سره پرمختګ کېږي."

ښاغلی ساپی ټینګار کوي چې مالیه وزارت باید د دغو پیسو په مصرف کې له دقته کار واخلي او په شفاف ډول یې په اړینو ځایونو کې مصرف کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په کارونو کې شفافیت او د فساد پر وړاندې مبارزه یې په لومړیتوبونو کې ده او په دې برخه کې هلې ځلې د دې سبب کېږي چې مرستندویه ادارې ورسره لازمې مرستې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG