د لاسرسي لېنکونه

امريکا: چين هڅه کوي په پاکستان کې يوه پوځي اډه جوړه کړي 


د امريکا د دفاع وزارت يو راپور وايي، چين هڅه کوي په پاکستان کې يوه پوځي اډه جوړه کړي.

د راپور په حواله چې پرون خپور شوى، چين له خپلې خاورې بهر د پوځي اډو د جوړولو چارې په افريقا کې د دغسې يوې اډې تر جوړولو وروسته پيل کړې دي.

په راپور کې ويل شوي، چين چې په کال کې يې دفاعي مصارف اوس تر ١٨٠ میليارده ډالرو اوړي، له خپلې خاورې بهر د لومړنۍ پوځي اډې جوړونه‌یې په جيبوتي جمهوريت کې پيل کړې ده.

راپور وايي، چين هڅه کوي په هغو هېوادونو کې چې له اوږدې مودې راهيسې ښې اړيکې او سره ورته ستراتيژي او ګټې لري، لکه پاکستان کې هم پوځي اډې جوړې کړي.

راپور وايي پاکستان په اسيا پاسفيک حوزه کې د چينايي وسلو او مهماتو د بازار لپاره مهم هېواد ګڼل شوى دى.

XS
SM
MD
LG