د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۲۶

کندهار کې د دې ولایت د ښاروالۍ وکیل وسله والو وژلی


تېره شپه د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند د سیمانو پل په سیمه کې د کندهار د ښاروالۍ وکیل، عبدالباري افغان د وسله والو مخالفینو په برید کې ووژل شو.

عبدالباري افغان د کندهار د ولایتي شورا په تېرو انتخاباتو کې کاندید هم و او اوس مهال د ښار په مخورو کې شمېرل کېده.

د کندهار د والي د ویاند صمیم خپلواک ازادي رادیو ته ویلي چې پر عبدالباري افغان برید کوونکي، د پېښې له ځایه تښتیدلي او سیمه ییز امنیتي ځواکونه د پېښې د عاملینو د نیولو په هڅو کې دي.

د یادې پېښې مسؤلیت، وسله والو طلبانو پر غاړه اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG