د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۵

نړۍ

اروپايي ټولنې د نړیوال موقعیت موندنې په موخه د ګالیله دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي

د "اریان ۶" اروپايي توغندی د نړیوال موقعیت موندنې په موخه د ګالیله په نوم دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغه توغندی نن چهارشنبې (د ډیسمبر۱۷مه) په فرانسه کې د "کورو" له فضايي اډې توغول شوی دی.

له دې وړاندې د ګالیله سپوږمکۍ د "اریان۵" اروپايي توغندي او د روسیې "سایوز" توغندي د فرانسې له کورو فضايي اډې توغول شوي، خو په ۲۰۲۲کال کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کلبه د روسیې او اورپايي ټولنې ترمنځ فضايي همکاري ودریده.

"اریان۶" اروپايي توغندو د ۲۰۲۴کال په جولای میاشت کې هغه مهال خپل عملي کار پیل کړ چې د ایلان ماسک له سپیس ایکس سره اروپايي ټولنې تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، د ۲۰۲۴کال په سپټمبر کې د "فالکن۹" توغندي په فلوریډا کې د کینډي له فضايي مرکزه د ګالیله دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له ۱۹ کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام پایلوبه

له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) د انګلستان او هند لوبډلې مخامخیږي.

انګلستان په نیمه پایلوبه کې استرالیا او هند افغانستان ته ماتې ورکړه.

د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې د نړۍ شپاړس لوبډلو برخه واخیسته چې د جنوري په پنځلسمه د نامیبیا او زیمبابوې په کوربتوب پیل شو.

د دې نړیوال جام پایلوبه د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د کابل په وخت د جمعې د ورځې د غرمې دولس بجې پیلیږي.

د ژمي په المپیک لوبو کې نژدې ۳۰۰۰ لوبغاړي ګډون کوي

 کارینا اکوپوا او نیکیتا رحمانین، به په ژمنیو اولمپیک لوبو کې د ارمنستان استازیتوب وکړي
کارینا اکوپوا او نیکیتا رحمانین، به په ژمنیو اولمپیک لوبو کې د ارمنستان استازیتوب وکړي

ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) په ایټالیا کې د دوه زره شپږ ویشتم کال د ژمي د المپیک لوبې پيل شي.

تمه ده چې په دې المپیک کې به د شاوخوا درې نوي هیوادونو نژدې دوه زره نهه سوه لوبغاړي ګډون وکړي.

دا لوبې به د فبروري تر دوه ویشتمې روانې وي.

ایران او امریکا سبا جمعه د عمان په پلازمینه مسقط کې خبرې کوي

د امریکا متحده ایالاتو او ایران تایید کړې چې دواړه لوري به سبا جمعه د فبرورۍ په ۶مه د عمان په پلازمینه مسقط کې په لوړه کچه خبرو ته دوام ورکړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې داسې ښکاري، دغه خبرې چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته لغوه شوې وي، ترټولو ښه فرصت ګڼل کیږي چې په فارس خلیج کې د یوې لویې پوځي شخړې مخه ونیول شي.

د راپورله مخې د خبرو لپاره د عمان د پلازمېنې انتخاب اسانه نه وو. دواړو لورو یې د ځای او اجنډا پر سر اختلافات درلودل. تهران په عمان کې د دوه ‌اړخیزې ناستې غوښتنه کوله او واشنګټن په پیل کې په ترکیه کې د سیمه ‌ییزو قدرتونو په ګډون پر څو‌اړخیزې غونډې ټینګارکاوه چې وروسته یې د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډولې.

خو سپینې ماڼۍ وروسته له هغې خپل دریځ نرم کړ چې د سعودي عربستان او مصرپه ګډون د لږ تر لږه نهو سیمه ‌ییزو شریکانو له لوري یې زیات پیغامونه ترلاسه کړل. که څه هم متحده ایالاتو مسقط ته د دغو خبرو لیږدول ومنل خو لوړپوړو امریکایي چارواکو ټینګار وکړ چې د ځای بدلون د دوی په عزم کې بدلون نه ښيي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل په پام کې ده چې "اتومي خبرې" په سیمه ییز وخت د سهار په ۱۰ بجو په مسقط کې ترسره شي. وروسته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم ازادي راډیو ته تایید کړه چې غونډه به ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې واضح کړه چې متحده ایالات په اجندا کې له یوې موضوع

"یوازې اټومي" خبرو سره لیوالتیا نه لري. روبیو تایید کړه چې که څه هم سپینه ماڼۍ خبرو ته چمتو ده، خو د هغه څه لپاره یې چې یوه غونډه بریالۍ وبلل شي، لوړ معیارونه ټاکلي دي.

هغه خبریالانو ته وویل:"د دې لپاره چې خبرې رښتیا هم مانا لرونکې پایلې ولري، باید د دوی د بالستیک توغندیو واټن، د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، او له خپل ولس سره یې چلند هم پکې شامل وي."

د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان کې یې پوځي عملیات پای ته رسولي

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې یې د بېلتونپالو پر ضد پوځي عملیات چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دې ایالت په بېلابېلو نا ارامه سیمو کې ترسره شول، ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې بلوچستان، چې د پاکستان تر ټولو لوی او وروسته پاتی ایالت دی، پکې د شنبې په ورځ هغه مهال نږدې ټولې چارې په بشپړه توګه ودریدې چې بېلتونپالې بلوڅ لبریشن آرمي (BLA) په سیمه کې پر ښوونځیو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تأسیساتو بریدونه وکړل. دا په سیمه کې د دې ډلې له ترټولو لویو عملیاتو څخه بلل کېږي.

پوځ وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۲ امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بي ایل اې همغږي بریدونه په لسګونو ځایونو کې هغه مهال پیل شول، چې پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د "رَدُّ الفِتنہ ۱" په نوم عملیات پيل کړل. پوځ ویلي چې دا عملیات د جنورۍ په ۲۹مه نېټه پیل شوي وو.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغوعملیاتو له پیل راهیسې په ټول بلوچستان کې ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

پرطبیعي زیرمو بډایه بلوچستان چې له ایران او افغانستان سره پوله لري، چین پکې د ګوادرپه بندر په ګډون په ځینو پروژو کې پانګونه کړې ده.

دا سیمه له لسیزو راهیسې له بغاوت سره مخ ده، چې مشري یې بلوڅ بېلتونپالي کوي. دوی د زیاتې خپلواکۍ او له خپلو طبیعي سرچینو د سیمې د اوسیدونکو په ګټه د زیاتې برخې د ترلاسه کیدو غوښتنه کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر: له خامنه یي سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي سختوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ‌ډي ونس، وايي چې په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی علي خامنه‌ يي دی او له هغه سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي ډېره ستونزمنه کړې ده.

هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز له پخوانۍ ویاندې مېګن کېلي، سره په مرکه کې کړې دي. دغه مرکه د سیروس‌ ایکس ‌ام شبکې لپاره چمتو شوې وه.

ونس وايي: “په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی د اسلامي جمهوریت رهبر دی، ولسمشرعملاً چندان اهمیت نه لري."

هغه ویلي دا د دې برعکس وضعیت دی چې ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې او چین له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ سره مستقیمې ټلیفوني اړیکې ولري.

د ډونالډ ټرمپ مرستیال ټینګار کړی: "دا چې موږ نه شو کولی د ایران له اصلي رهبر سره په مستقیم ډول خبرې وکړو، رښتیا هم غیرعادي ده او ډیپلوماسي ډېره سختوي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په اېکس شبکې ادعا کړې وه چې ده د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته لارښوونه کړې چې له امریکا سره د عادلانه مذاکراتو امکان وارزوي.

جي‌ ډي ونس په عين حال کې ويلي چې ډونالډ ټرمپ نه غواړي د ايران په اړه د عراق جګړې ته ورته څه بيا تکرار شي او که څه هم «ټول انتخابونه د میز پرسردي، خو لومړی هڅه کوي چې د خبرو اترو او غيرنظامي لارو چارو له لارې مخته ولاړ شي."

د امریکا کانګرس بالتیک هېوادونو ته د امنیتي مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل

د امریکا کانګرس د ناټو د ختیځې پولې په اوږدو کې د روسیې د فعالیتونو له زیاتېدو سره سم، د بالتیک هېوادونو ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې منظورې کړې دي.

دا بودجه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د ۲۰۲۶ مالي کال د دفاعي بودیجې د یوې برخې په توګه تصویب شوې، چې د بالتیک امنیتي نوښت (BSI) له لارې له استونیا، لاتویا او لیتوانیا سره د امریکا دوامداره ملاتړ تضمینوي.

د ۸۳۸،۷ میلیارډ ډالرو دفاعي بودیجه ولسمشرډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په درېیمه توشیح کړه. د امریکا مرسته د بالتیک له دغو درېیو هېوادونو سره د امنیتي همکارۍ لپاره تمویل خوندي کوي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنيو ماموريتونو د بوديجې تر چتر لاندې د بهرنۍ پوځي تمویل پروګرام له لارې استونیا ته اضافي ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې شوې. تالین پخوا له دې مرستو څخه د هایمارس (HIMARS) مهماتو، جاولین توغندیو او د درنو توپچي مرمیو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخیستې ده.

د U-19 د نړیوال جام پایلوبه سبا دهند او انګلستان ترمینځ

ارشیف
ارشیف

تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د زمبابوې پلازمینه هرارې کې د هند او انګلستان د ټیمونو ترمینځ ترسره کیږي.

د افغانستان ټیم د چهارشنبې په ورځ نیمه پایلوبه دهند ټیم ته وبایلله.

پیل کې د افغانستان U-19 ټیم بیټنګ وکړ او د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې سیالې ډلې ته ۳۱۱ رنزه هدف وټاکه. دهند ټیم په داسې حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځیدل په ۴۲ ام اور کې یې دغه هدف پوره کړ.

د جام بله نیمه پایلوبه دسه شنبې په ورځ د استرالیا او انګلستان ترمینځ وشوه چې په هغې کې انګلستان بریالی شو او پایلوبې ته ووت.

د لیبیا څارنوالان وايی د سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو په اړه یې تحقیقات پیل کړي

سیف الاسلام قذافي د لیبیا د وژل شوي مشر معمر القذافي زوی ، ارشیف
سیف الاسلام قذافي د لیبیا د وژل شوي مشر معمر القذافي زوی ، ارشیف

د لیبیا څارنوالان وايي ددغه هیواد د پخواني مشر معمرالقذاقی د زوی سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو د پیښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د فرانسې دخبري اژانس د رپوټ سره سم ، د لیبیا څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دعدلي طب کارپوهان د لیبیا شمال لویدیځ کې د زنتان ښار ته تللي دي چیرته چې سیف الاسلام قذافی ووژل شو.

د څارنوالانو د دفتر اعلامیې وویل چې قذافي د ډزو د ټپونو له امله سا ورکړې.

بلخوا دلیبیا خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د ۵۳ کلن سیف الاسلام قذافي مړینه چی یومهال ګمان کیده چې دخپل پلار ځایناستی به شي د سه شنبې په ورځ د هغه دسیاسي ډلې دمسئول لخوا تایید شوه.

د لیبیا حکومت چې مقر یې په طرابلس ښار کې دی د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دی خو د هیواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر ترمشری لاندې یوه اداره هم واکمنه ده.

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو ډزو مرګ ژوبله اړولې

د جرمني dpa خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا ادارې په حواله راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار په غزه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول، چې دا پیښه د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د اوربند نازکوالی په ګوته کوي.

حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان پیژندل شوی دی.

د اسراییلو پوځ وویل چې دوی په شمالي غزه کې څو بریدونه وروسته له هغه وکړل چې فلسطینیانو په اسراییلي سرتیرو ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ.

د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې وویل چې یو ۱۲ کلن ماشوم په مړو کې شامل دی. د اسراییلو پوځ وویل چې دوی دغه راپورونو څیړي.

د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی، خو سره له دې هم څو ځلې مرګونې نښتې رامنځته شوې دي، او دواړه خواوې یو بل د اوربند دماتولو تورلګوي.

نن په عربي متحد اماراتو کې د اوکراین په تړاو غونډه کیږي

د اوکراین په ادویسه کې د روسیې تر برید وروسته د اور وژنې هڅې. فبروري -۴-۲۰۲۶
د اوکراین په ادویسه کې د روسیې تر برید وروسته د اور وژنې هڅې. فبروري -۴-۲۰۲۶

ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا د متحد ایالتونو مرکچي پلاوي نن په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.

زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي دي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړې دي.

د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسیدلی دی او د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې تر اوسه د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسیدو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG