د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

خبرونه

د کییف پلاوی د سولې د هڅو په لړ کې امریکا ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د سولې لپاره د اوکراین پلاوی د امریکا د متحد ایالتونو په لور روان شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې دا هیات به سبا او بل سبا د امریکا د متحد ایالتونو له مذاکره کوونکي ټیم سره خبرې وکړي.

زیلینسکي د رسنیو د وټس اپ په یوه چټ کې خبریالانو ته نن وویل چې تر دې دمه د سولې وروستۍ منل شوې طرحه نه شته. د اوکراین ولسمشر بیا خپله پخوانۍ غوښتنه له خپلو متحدانو څخه وکړه او څرګنده یې کړه، که روسیه جګړه نه دروي له اوکراین سره مرستې زیاتې کړئ.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده چې له مخې یې کییف باید د خپلې خاورې له ځینو برخو تیر شي.

د اوکراین ولسمشر له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کریکټ نړیوال جام، ویست انډیز نیپال ته ماته ورکړه، ماښام تاریخي سیالان هند او پاکستان سره مخامخ کیږي

ارشیف
ارشیف

د کریکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې ویسټ انډیز نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۶مه) نیپال ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې ده چې ماسپښین مهال د امریکا او نمیبیا کرکټ لوبډلې سره مخامخ شي.

د نن ورځې جالبه لوبه بیا د هند او پاکستان ترمنځ ده چې د کابل په وخت ماښام شپږ بجې پیلیږي.

افغانستان به سبا، دوشنبه په خپله دریمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.

افغانستان په خپلو وروستیو دوو لوبو کې سویلي افریقا او نیوزیلینډ ته لوبې بایللې دي.

د امریکا او ایران دویم پړاو نامستقیمې خبرې سه شنبه په جینوا کې ترسره کیږي

ارشیف، په عمان کې د امریکا او ایران ډيپلوماسي
ارشیف، په عمان کې د امریکا او ایران ډيپلوماسي

سویس وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو به د سې شنبې په ورځ (د دلوې په ۲۸مه ) د عمان په کوربه توب په جینیوا کې ترسره شي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ فرانسپریس ته وویل: "سویس تل چمتو دی چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ګډې هڅې وکړي."

مخکې له دې، رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د سه شنبې په ورځ به جینوا کې دوه دیپلوماتیک بحثونه پیل شي چې یو یې د ایران او بل هم د اوکراین د وضعیت په اړه دی.

د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د (دلوې په ۱۷مه) د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.

د کابل-کندهار پر لویه لاره دوه ترافیکي پیښو ۶ تنه مړه کړي

ارشیف
ارشیف

په غزني ولایت کې دوو ترافیکي پیښو ۶ تنه مړه کړي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په غزني کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ ویلي چې یوه پیښه د کابل-کندهار په لویه لار په مقر ولسوالۍ کې تېره شپه شوې چې یو تن یې مړ کړی او ۱۲ نور یې ټپيان کړي دي.

دویمه پیښه د باختر اژانس په وینا په همدې لویه لاره د قره باغ ولسوالۍ اړوندو کې شوې چې ۵ تنه یې مړه کړي او یو تن یې ټپي کړ.

د کابل-کندهار لویه لاره باندې وخت نا وخته داسې خونړۍ ترافیکي پیښې کیږي چې لامل یې دلارې خرابوالی او د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل کیږي.

له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه، طالبانو نن عمومي رخصتي اعلان کړې

ارشیف
ارشیف

نن د دلوې ( ۲۶مه) له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده.

د طالبانو حکومت په دې مناسبت نن عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه افغانستان باندې یرغل وکړ او شاوخوا نهه کاله وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان ووتې.

په دې موده کې سلګونه زره افغانان ووژل شول، میلیونونه بې ځایه او افغانستان ته ګڼ شمېر مالي زیانونه واوښتل.


د کرکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبه

د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور
د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور

د کرکټ د نړیوال جام په مهمه لوبه کې نن هند او پاکستان سره مخ دي.

دا لوبه د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې ماښام مهال پيلیږي.

د پاکستان او هند لوبې تل له شور او ناندریو ډکې وي. دا وار هم پاکستان په لومړي سر کې له هند سره د یکشنبې ورځې له لوبې بایکاټ اعلان کړی وو خو وروسته یې بېرته د لوبېدو پرېکړه وکړه.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.

د شنبې په ورځ بیا د افغانستان له ډلې یعنې ډي ګروپ څخه جنوبي افریقا وتوانېده نیوزیلنډ ته ماته ورکړي.

په بله پرونۍ لوبه کې انګستان له سکاټلنډ وګټله او آیرلنډ هم عمان مات کړ.

د افغانستان لوبه به دوشنبه له متحده عرب اماراتو سره وي.

افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي خو که پاتې دوه لوبې په ښه ریټ وګټي او کاناډا هم سه شنبه نیوزیلنډ مات کړي سوپر اېټ یا اتو غوره پړاو ته د افغانستان د وتلو چانس برابریږي.

په مونیخ کې د ایران د رژیم ضد پراخه مظاهره؛ پولیس وايي دوه نیم لکو کسانو پکې برخه درلوده

مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره
مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره

د جرمني په مونیخ کې شاوخوا دوه نیمو لکو خلکو د ایران د رژیم ضد لاریون کې ګډون وکړ.

دا په اروپا کې د ایران د اوسني رژیم پر ضد تر ټولو لوی لاریون وو.

لاریون د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره هممهاله د ایران د پخواني پاچا رضاشاه د زوی شاهزاده رضا پهلوي په بلنه ترسره شو.
لاریونوال د اروپا له بیلابیلو هېوادونو مونیخ کې سره ټول شوي وو څو د ایراني رژیم له خوا د مظاهره چیانو د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي.

لاریونوالو ته په خبرو کې رضا پهلوي دا مظاهره د ایرانیانو تر ټولو لویه راټولېدنه یاده کړه او ویې ویل هدف دا دی چې د ایران د خلکو دننه غږ نړۍ ته ورسیږي.

ښاغلي پهلوي مخکې د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې عملي ګام پورته کړي او له ایرانیانو سره مرسته وکړي.

کاپیسا کې ځمکې ښوېدنې ۴ تنه مړه کړي دي

ارشیف
ارشیف

په مرکزي ولایت کاپیسا کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۴ نفره مړه شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې پیښه تېره شپه په شوخي سیمه کې شوې.

پیښه کې یو کور تر خاورو لاندې شوی او قربانیان هم په ظاهره ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زلزلې، ځمک ښوېدنې او سیلابونو په ګډون طبیعي پیښو په وړاندې زیانګالي دی.

فون دیر لاین: اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین
د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین وایي، اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي.

نوموړې نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) د مونیخ امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل: " اروپا باید ګام پورته کړي او خپل مسؤلیت پر غاړه واخلي."

نوموړې ټینګار کړی چې د ستراتیژیکو وړتیاوو یو اروپایي چتر باید رامنځته چې پر فضا، استخباراتو کنټرول او د ژورو بریدونو ظرفیت ولري.

همدغه کانفرانس ته په وینا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې متحده ایالات او اروپا "یو بل سره تړلي دي."

روبیو زیاته کړې، له اروپا سره یوځای عمل کول به "د یوې سالمې بهرنۍ پالیسۍ په بیا رغولو کې مرسته وکړي."

د مونیخ درې ورځنی امنیتي کانفرانس پرون د جرمني د صدر اعظم فردریش مرڅ له خوا پرانستل شو چې سلګونه اروپایي مشرانو، قانون جوړونکو او امنیتي چارواکو په کې برخه اخیستې.

طالب چارواکو له ایرانه د سوداګرو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې

د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لار، ارشیف
د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لار، ارشیف

طالب او ایراني چارواکو تر خپله منځه د ترانسپورتي او مواصلاتي اړیکو پر پياوړتیا او دې برخو کې د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي.

د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي محمد موسوي او د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري دا لیده کاته کابل کې کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) پر خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.

طالب چارواکو ایران خپل اصلي سوداګریز شریک بللی او له هغه هېواده یې غوښتي چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې او باروړونکو موټرو ته یې د سون توکي برابر او پوله کې یې د انتظار موده کمه کړي.

افغانستان وروسته له هغه له ایران سره د سوداګرۍ پراختیا ته مخه کړه چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت ټولې لارې بندې شوې دي.

ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې کړي او هغه یې " شرمناکه" وتل بللي دي.

ټرمپ پرون جمعه د شمالي کارولینا په فورت براګ کې وویل: " په یاد مو دي چې څنګه یې هلته ټول پوځي تجهیزات پریښودل؟ مونږ دا کار نه کاوه. ټاکل شوې وه مونږ په عزت او درناوي راووځو، خو داسې ښکارېده لکه تېښته چې کوو."

امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو ورځو کې وروسته تر هغه له افغانستانه ووتل چې طالبانو جمهوري نظام وپرزوه او پر کابل یې ولکه ټینګه کړه.

هغه مهال د ځواکونو وتل له ګډوډیو سره مخامخ وو او د کابل هوایي ډګر سره یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتیري او لسګونه افغانان ووژل.

د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن بیا تل له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG