د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

نړۍ

په مونیخ کې د ایران د رژیم ضد پراخه مظاهره؛ پولیس وايي دوه نیم لکو کسانو پکې برخه درلوده

مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره
مونیخ کې د ایرانیانو لویه مظاهره

د جرمني په مونیخ کې شاوخوا دوه نیمو لکو خلکو د ایران د رژیم ضد لاریون کې ګډون وکړ.

دا په اروپا کې د ایران د اوسني رژیم پر ضد تر ټولو لوی لاریون وو.

لاریون د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره هممهاله د ایران د پخواني پاچا رضاشاه د زوی شاهزاده رضا پهلوي په بلنه ترسره شو.
لاریونوال د اروپا له بیلابیلو هېوادونو مونیخ کې سره ټول شوي وو څو د ایراني رژیم له خوا د مظاهره چیانو د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي.

لاریونوالو ته په خبرو کې رضا پهلوي دا مظاهره د ایرانیانو تر ټولو لویه راټولېدنه یاده کړه او ویې ویل هدف دا دی چې د ایران د خلکو دننه غږ نړۍ ته ورسیږي.

ښاغلي پهلوي مخکې د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې عملي ګام پورته کړي او له ایرانیانو سره مرسته وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کرکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبه

د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور
د هند او پاکستان د لوبې یو پخوانی انځور

د کرکټ د نړیوال جام په مهمه لوبه کې نن هند او پاکستان سره مخ دي.

دا لوبه د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې ماښام مهال پيلیږي.

د پاکستان او هند لوبې تل له شور او ناندریو ډکې وي. دا وار هم پاکستان په لومړي سر کې له هند سره د یکشنبې ورځې له لوبې بایکاټ اعلان کړی وو خو وروسته یې بېرته د لوبېدو پرېکړه وکړه.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.

د شنبې په ورځ بیا د افغانستان له ډلې یعنې ډي ګروپ څخه جنوبي افریقا وتوانېده نیوزیلنډ ته ماته ورکړي.

په بله پرونۍ لوبه کې انګستان له سکاټلنډ وګټله او آیرلنډ هم عمان مات کړ.

د افغانستان لوبه به دوشنبه له متحده عرب اماراتو سره وي.

افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي خو که پاتې دوه لوبې په ښه ریټ وګټي او کاناډا هم سه شنبه نیوزیلنډ مات کړي سوپر اېټ یا اتو غوره پړاو ته د افغانستان د وتلو چانس برابریږي.

فون دیر لاین: اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین
د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین

د اروپایي کمیسیون مشره اورسلا فون دیر لاین وایي، اروپا باید د خپل امنیت ډېر مسولیت پر خپله غاړه واخلي.

نوموړې نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) د مونیخ امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل: " اروپا باید ګام پورته کړي او خپل مسؤلیت پر غاړه واخلي."

نوموړې ټینګار کړی چې د ستراتیژیکو وړتیاوو یو اروپایي چتر باید رامنځته چې پر فضا، استخباراتو کنټرول او د ژورو بریدونو ظرفیت ولري.

همدغه کانفرانس ته په وینا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو بیا ویلي چې متحده ایالات او اروپا "یو بل سره تړلي دي."

روبیو زیاته کړې، له اروپا سره یوځای عمل کول به "د یوې سالمې بهرنۍ پالیسۍ په بیا رغولو کې مرسته وکړي."

د مونیخ درې ورځنی امنیتي کانفرانس پرون د جرمني د صدر اعظم فردریش مرڅ له خوا پرانستل شو چې سلګونه اروپایي مشرانو، قانون جوړونکو او امنیتي چارواکو په کې برخه اخیستې.

د پاریس د لوور موزیم د هنري آثارو د خونې د اوبو پایپ چاودلی؛ مهم آثار خوندي دي

پاریس، د لوور موزیم مخه
پاریس، د لوور موزیم مخه

د پاریس لوور موزیم اعلان کړی چې د اوبو د یوه پایپ له چاودېدو وروسته د موزیم هغې برخې ته چې ډېر خلک یې لیدو ته ورځي اوبه ورغلي دي. دا په تېرو دریو میاشتو کې دې موزیم ته د اوبو د ننوتو دوهمه پېښه ده.

د لوور موزیم مسوولانو پرون (د سلواغې ۲۴مه) وویل چې د اطفایې پولیسو ژر مداخله وکړه او د موزیم مهم آثار له هغې ډلې د مونالیزا په نوم مهم انځور له زیان څخه خوندي پاتې شوي دي.

دا پېښه په ۷۰۷ نمبر خونه کې، په هغه ځای کې شوې ده چې د نولسمې پېړۍ د فرانسوي هنرمند شارل مینیه او د شپاړسمې پېړۍ د ایټالوي انځورګر برناردینو لوییني آثار پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د فرانسې دا مشهور موزیم په وروستیو میاشتو کې د غلا، اعتصابونو او د جعلي او تاریخ تېر شویو ټکټونو د خرڅلاو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوی دی.

په هند کې د مصنوعي ذهانت د چټک پرمختګ په اړه مهمه نړیواله غونډه جوړېږي

د هند دولت اعلان کړی چې د مصنوعي ذهانت د اغېزو په اړه به د نړۍ د لږترلږه ۱۷ هېوادو د مشرانو، د ملګروملتو د سرمنشي او د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د مدیرانو په ګډون راتلونکې اونۍ په نوې ډېلي کې یوه غونډه جوړه شي.

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي، په دې غونډه کې به د مصنوعي ذهانت د چټک پرمختګ پر وړاندې د ننګونو او په دې برخه کې د فرصتونو په اړه بحث وشي.

تمه ده چې د دې غونډې لپاره تخصصي پروګرامونه د دوشنبې په ورځ پیل شي او د هند صدراعظم نریندرامودي به د پنجشنې په ورځ غونډه رسما پرانیزي.

د برتانیا یوې محکمې دوه کسان چې پر یهودانو د حملو پلان یې درلود، محکوم کړل

ولید سعداوي او عمار حسین له نیول کېدو مخکې
ولید سعداوي او عمار حسین له نیول کېدو مخکې

په برتانیا کې دوه کسان چې ویل کېږي له داعش ډلې څخه په الهام اخیستو سره یې په مانچسټر کې پر یهودانو د برید پلان درلود په دایمي حبس محکوم شول.

د انګلستان یوې محکمې پرون جمعه (د سلواغې ۲۴مه) اعلان وکړ چې ۳۸ کلن ولید سعداوي او ۵۲ کلن عمار حسین غوښتل په مانچسټر کې پر هغه لاریون برید وکړي چې له یهودانو د کرکې پرضد جوړېده او وروسته بیا د دې ښار په شمال کې ګڼ شمېر نور یهودان ووژني.

دا پلان وروسته له هغه ناکام شو چې دوی دا طرح له یوه پټ استخباراتي مامور سره شریکه کړه.

والنټاین یا د مینانو ورځ؛ طالبانو د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګولی دی

شنبې د فبروري ۱۴مه د مینانو نړیواله ورځ ده.
شنبې د فبروري ۱۴مه د مینانو نړیواله ورځ ده.

نن د فبروري ۱۴مه والنټاین یا د مینانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت له دې مخکې اعلان کړی دی چې والنټاین د لویدیځوالو دود دی او دا او ځینې نورې ورځې د افغاني ټولنې له اصولو سره سمون نه لري.

خو په عین حال کې په افغانستان کې یوشمېر خلک دا ورځ یوبل ته د ګلانو او نورو ډالیو په ورکولو سره په پټه لمانځي او په دې توګه د ژوند شریکانو او نورو عزیزانو ته خپله مینه څرګندوي.

ټرمپ: ښایي په څو اونیو کې له ایران سره خبرې نتیجه ورکړي

 د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال- د فبروري ۱۲-۲۰۲۶
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال- د فبروري ۱۲-۲۰۲۶

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ.

کله چې له ډونالډ ټرمپ څخه د پنجشنبې په ورځ خبریالانو د ده او د اسراییل د صدراعظم د خبرو په اړه پوښتنه وکړه ده وویل، که تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونه کړي نو ډیرې بدې پایلې به ولري، خورا بدې پایلي.

ټرمپ بیا وویل چې دی هیلمن دی چې له ایران سره به خبرې راتلونکې میاشت یوه نتیجه ورکړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو بیا د پنجشنبې په ورځ، له امریکا څخه تر ستنیدو مخکې وویل چې ډونالډ ټرمپ داسې شرایط رامنځته کوي چې کولی شي له ایران سره "ښه تړون" ته لاره هواره کړي، خو نتنیاهو زیاته کړه چې دی له ایران سره هر راز توافق ته بدبینه دی.

د کرکټ د نړیوال جام په تاریخ کې د ایټالیا لومړۍ بریا

د ایټالیا انتوني موسکا د کرکټ په نړیوال جام کې د خپل هیواد لومړۍ بریا لمانځي
د ایټالیا انتوني موسکا د کرکټ په نړیوال جام کې د خپل هیواد لومړۍ بریا لمانځي

د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ استرالیا له زیمبابوې سره، کاناډا له متحد عربي اماراتو سره او هالنډ د امریکا له متحد ایالتونو سره مسابقه کوي.

د پنجشنې د ورځې په لوبو کې ایټالیا نیپال ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه دا په نړیوال جام کې د ایتالیا لومړۍ بریا ده. د پنجشنبې په بله لوبه کې سریلانکا عمان ته او هند نامیبیا ته ماتې ورکړه.

دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شوی چې پایلوبه یې د مارچ په اتمه ده.

پر اوکراین د روسیې له نویو بریدونو سره ولسمشر زیلینسکي د فبرورۍ په ۲۴ د انتخاباتو د نیټې د اعلانولو په اړه راپورونه ردکړل

په داسې حال کې چې روسي ځواکونو تیره شپه د اوکراین پر پلازمینه کییف او نورو ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي هغه راپورونه ردکړل چې وایي، پراوکراین د روسیې د بشپړیرغل د څلورمې کلیزې سره سم به نوموړی د ولسمشرۍ انتخابات یا ټولپوښتنه اعلان کړي.

د کییف ښاروال په دې ښارکې پر یوه خصوصي هستوګنځای د یوه بالستیک توغندي د لګیدو په پیښه کې د لږترلږه دوو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

چارواکو پرجنوبي ښار ادیسه د تیرې شپې په برید کې د ملکي تاسیساتو د ویجاړیدو او لږترلږه د یوه کس د ټپي کیدوخبر ورکړی دی. د اوکراین پریوشمیرنورو ښارونو هم د روسیې په تازه بریدونو کې د مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشرولودیمیرزیلینسکي د فایننشل ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ردکړچې ګواکې دی په پام کې لري چې د فبرورۍ په ۲۴ د ولسمشرۍ انتخابات او ټولپوښتنه یا ریفرانډم اعلان کړي. هغه وویل دا ډیره مهمه نیټه ده، د جګړې څلورکاله پوره کیږي، د هغې جګړې چې د ده په خبره یو زیات شمیرخلکو د هیواد د دفاع لپاره خپل ځانونه قربان کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG